اروپايي ټولنه غواړي د کډوالو د ایستلو په اړه د اسلامي امارت چارواکي بروکسل ته وبولي
بریا نیوز (سه شنبه،۲۲ثور ۱۴۰۵)
اروپايي ټولنې فرانس پرېس خبري اژانس بریا نیوز ته ویلي، ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د اسلامي امارت چارواکي د افغان کډوالو د ایستلو او بېرته ستنولو په تړاو د خبرو لپاره بروکسل ته وبلل شي
د دغې موضوع نږدې سرچینو ویلي، ټاکل شوې ډېر ژر د کابل چارواکو ته یو رسمي لیک هم ولېږل شي، څو د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د جوړېدونکې ناستې نېټه وټاکل شي
د راپورونو له مخې، اروپايي هېوادونه هڅه کوي د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه ګډې لارې چارې ومومي چې د پناه غوښتنې دوسیې یې رد شوې دي
شنونکي وایي، د بروکسل احتمالي ناسته به د اروپايي ټولنې او کابل ترمنځ د اړیکو په بهیر کې مهم پړاو وي، ځکه دواړه خواوې غواړي د کډوالو، بشري مرستو او سیاسي اړیکو په اړه خپلې خبرې او سلا مشورې پراخې کړي
په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د ایستلو موضوع په ګڼو اروپايي هېوادونو کې تاوده بحثونه راپارولي او د بشري حقونو بنسټونو د کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1667
-
اخبار افغانستان
724
-
مقاله
294
-
سیاست
80
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl