د افغانستان د ځواک پورته کولو ملي لوبډله له شپږو مډالونو سره هېواد ته راستنه شوه
بریا نیوز (سه شنبه،۲۲ثور ۱۴۰۵)
د افغانستان د ځواک پورته کولو ملي لوبډلې غړي، له نړۍوالو سیالیو څخه د شپږو مډالونو تر ګټلو وروسته، نن سېشنبه له غرمې مخکې هېواد ته راستانه شول او د لوبو د مسوولانو او مینه والو له تود هرکلي سره مخ شول
دغه نړۍوالې سیالۍ د بلاروس په کوربتوب د مېنسک په ښار کې ترسره شوې وې، چې پکې د افغانستان لوبډلې په ځلاندو سیالیو سره څلور د سرو زرو مډالونه، یو د سپینو زرو مډال او یو د ژېړو مډال خپل کړ
د لوبډلې دغه بریا د هېواد د ورزشي ډګر لپاره لویه لاستهراوړنه بلل کېږي او ګڼو مینهوالو د افغان لوبغاړو هڅې او زړورتیا ستایلې ده
د ورزش څارونکي وایي، د افغان لوبغاړو وروستیو بریاوو ثابته کړه چې د هېواد ځوانان له سختو ستونزو سره سره لا هم په نړۍوالو ډګرونو کې د ویاړونو د خپلولو وړتیا لري
تمه کېږي چې د دغو بریاوو له امله به په هېواد کې د ځواک پورته کولو لوبې لا ډېرې پیاوړې او د ځوانانو پام ورواوړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1667
-
اخبار افغانستان
724
-
مقاله
294
-
سیاست
80
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl