news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ایران د امریکایي بریدونو د وېرې له امله الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

ایران د امریکایي بریدونو د وېرې له امله الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

ایران د امریکایي بریدونو د وېرې له امله الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

  بریا نیوز (سه شنبه،۲۲ثور ۱۴۰۵)

د راپورونو له مخې، ایران خپلې څو پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي دي، څو د احتمالي امریکایي هوايي بریدونو له ګواښ څخه خوندي پاتې شي

 د ځینو ناڅرګندو سرچینو له قوله ویلي، ایران هڅه کړې چې خپلې ځینې مهمې هوايي شتمنۍ له خطره لرې وساتي. د راپور له مخې، ځینې ایراني پوځي الوتکې د پاکستان نورخان هوايي اډې ته لېږدول شوې او د ایران د ماهان هوايي شرکت ځینې الوتکې افغانستان ته انتقال شوې دي

بلخوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د ایراني الوتکو شتون رد کړی او ویلي یې دي چې دا ادعاوې حقیقت نه لري. ځینو پاکستاني چارواکو هم د نورخان هوايي اډې په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم بللي دي

شنونکي وایي، که دغه راپورونه رښتیا وي، نو دا به د سیمې د روانو ترینګلتیاوو او د تهران، اسلام‌اباد او واشنګټن ترمنځ د پېچلو اړیکو نوی اړخ څرګند کړي. خو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه بشپړ او خپلواک څرګند ثبوت نه دی وړاندې شوی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto