ایران: امریکا ته په وروستي ځواب کې د جګړې پای او د شتمنیو خوشې کېدو غوښتنه شوې
بریا نیوز (سه شنبه،۲۲ثور ۱۴۰۵)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د امریکا متحده ایالاتو ته د ایران په وروستي ځواب کې د جګړې د پای ته رسېدو، د سمندري کلابندۍ د ختمېدو او د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو غوښتنې شاملې وې
نوموړي ویلي، تهران په خپلو غوښتنو کې ټینګار کړی چې د سیمې روانه ترینګلتیا باید پای ته ورسېږي او پر ایران لګېدلي فشارونه او محدودیتونه ختم کړل شي
د راپورونو له مخې، د ایران دغه دریځ په داسې وخت کې څرګندېږي چې د سیمې سیاسي او پوځي حالات لا هم ترینګلي دي او د خبرو اترو او اوربند د ټینګښت لپاره هڅې دوام لري
شنونکي وایي، د ایران له لوري د سمندري کلابندۍ د پای او د شتمنیو د خوشې کېدو غوښتنې ښيي چې تهران غواړي د اقتصادي فشارونو کمېدو او د نړیوالو اړیکو د نرمېدو لپاره نوي ګامونه پورته شي
بلخوا، نړیوالې کړۍ د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو هرکلی کوي او باور لري چې د کړکېچ کمېدو لپاره ډیپلوماټیکې هلې ځلې مهم ارزښت لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1667
-
اخبار افغانستان
724
-
مقاله
294
-
سیاست
80
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl