ټرمپ: له ایران سره اوربند کمزوری شوی؛ تهران د تاوان او بندیزونو لرې کېدو غوښتنه کړې
بریا نیوز (سه شنبه،۲۲ثور ۱۴۰۵)
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، له ایران سره روان اوربند “په ډېر کمزوري حالت” کې دی
او د تهران له لوري د خبرو اترو وړاندیز ته ورکړل شوی ځواب “هېڅ د منلو وړ نه دی
ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي، ایران په خپل ځواب کې د هغو زیانونو د تاوان غوښتنه کړې چې د امریکا او اسرائیل د بریدونو له امله رامنځته شوي دي. هغه زیاته کړې، تهران د هرمز تنګي پر خپل واک د رسمي منلو، د امریکا د سمندري کلابندۍ د پای ته رسېدو، د راتلونکو بریدونو د مخنیوي ډاډ او د بندیزونو د لرې کولو غوښتنې هم کړې دي
د راپورونو له مخې، د تهران دغه دریځ په داسې وخت کې څرګندېږي چې سیمه لا هم د پوځي او سیاسي ترینګلتیاوو تر سیوري لاندې ده او نړیوالې هڅې د اوربند د ټینګښت او د خبرو اترو د بیا پيل لپاره روانې دي
بلخوا، د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف خبرداری ورکړی چې هېواد یې د هر ډول تیري کوونکي اقدامپر وړاندې د سخت او پرېکنده غبرګون بشپړ چمتووالی لري
شنونکي وايي، د واشنګټن او تهران ترمنځ د شرطونو او غوښتنو ژور اختلافونه ښيي چې د دواړو خواوو ترمنځ د باور فضا لا هم نازکه ده او د روان کړکېچ د بشپړ پای لپاره به اوږدو او سختو خبرو ته اړتیا وي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1667
-
اخبار افغانستان
724
-
مقاله
294
-
سیاست
80
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl