روسیه: د ایران او افغانستان کړکېچونه د مسکو او بېجینګ سترې ستراتیژیکې ګټې له جدي ګواښ سره مخ کوي
روسیه: د ایران او افغانستان کړکېچونه د مسکو او بېجینګ سترې ستراتیژیکې ګټې له جدي ګواښ سره مخ کوي
بریا نیوز (چهار شنبه،۲۳ثور ۱۴۰۵)
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي، په ایران او افغانستان کې روان سیاسي او امنیتي کړکېچونه یوازې سیمهییزې ستونزې نه دي، بلکې د لویو نړیوالو قدرتونو، په ځانګړي ډول د روسیې او چین، ستراتیژیکې ګټې هم تر مستقیم ګواښ لاندې راولي
د مسکو په وینا، د منځني ختیځ او جنوبي آسیا په دغه حساس جغرافیایي کمربند کې بې ثباتي د سوداګریزو لارو، انرژۍ د لېږد، او اقتصادي همکاریو پر پراختیا منفي اغېز کوي او د اوږدمهاله ثبات مخه نیسي. روسي چارواکو ټینګار کړی چې دا ډول کړکېچونه د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا کمزورې کوي او د ګډو اقتصادي پروژو پرمختګ ټکنی کوي
په بیان کې ویل شوي چې افغانستان او ایران د سیمهییزو ترانزیټي لارو او اقتصادي دهلیزونو په برخه کې مهم رول لري، او هر ډول ناامني په دې هېوادونو کې د نورو ګاونډیو هېوادونو پر پلانونو هم ژور اغېز لري. د مسکو په باور، د ثبات نشتوالی د سوداګرۍ، انرژۍ او ترانسپورت هغه لویې لارې له خطر سره مخ کوي چې د اسیا او اروپا ترمنځ د نښلولو لپاره کارول کېږي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د ستونزو د حل یوازینۍ لار سیاسي خبرې اترې، ډیپلوماټیک تفاهم او د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ ګډ کار دی. مسکو ویلي چې هڅه کوي د خپلو نړیوالو شریکانو، په ځانګړي ډول بېجینګ، سره په همغږۍ کې د داسې میکانیزمونو ملاتړ وکړي چې د تاوتریخوالي د کمېدو او د اعتماد د فضا د پیاوړتیا لامل شي
شنونکي وايي، د روسیې دا څرګندونې ښيي چې د افغانستان او ایران وضعیت اوس د نړیوال سیاست په مهمو بحثونو کې ځای نیولی دی. د دوی په وینا، د لویو قدرتونو اقتصادي او امنیتي پلانونه د دې سیمې له ثبات سره نېغ تړاو لري او هر ډول بحران کولای شي د نړیوالو بازارونو او ستراتیژیکو پروژو پر راتلونکې ژور اغېز وکړي
کارپوهان باور لري، که په افغانستان او ایران کې سیاسي ثبات رامنځته نه شي، نو دا به نه یوازې د سیمې هېوادونو لپاره ستونزې زیاتې کړي، بلکې د روسیې، چین او نورو لویو قدرتونو هغه اوږدمهاله اقتصادي او ترانسپورتي پلانونه به هم له جدي خنډونو سره مخ کړي چې د اسیا او اروپا ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره جوړ شوي دي
په همدې حال کې ځینې تحلیلګر بیا په دې نظر دي چې د داسې څرګندونو زیاتوالی ښيي نړیوال قدرتونه هڅه کوي د سیمې په راتلونکې کې خپل رول نور هم څرګند کړي او د سیاسي بدلونونو په شکل ورکولو کې فعاله ونډه واخلي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?