د ملګرو ملتونو تازه راپور؛ بېوزلي، وچکالي او د مرستو کمښت د افغانانو ژوند له سختوازموینو سره مخ کړی
بریا نیوز (پنـجـــه شنبه،۲۳ثور ۱۴۰۵)
په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د اقتصادي او بشري کړکېچ تر سیوري لاندې ژوند کوي، ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان د بېوزلۍ په کړاو کې ژوند کوي او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته د رسېدو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي
د راپور له مخې، که څه هم د افغانستان اقتصاد د دویم پرلهپسې کال لپاره د ودې نښې ښودلې، خو د نفوس چټک زیاتوالی د دې لامل شوی چې د هر وګړي عاید ۲.۱ سلنه راکم شي. شنونکي وایي، دا وضعیت ښيي چې اقتصادي وده لا هم د خلکو پر ورځني ژوند مثبت اغېز نه دی کړی او ګڼې کورنۍ لا هم د بېکارۍ، لوږې او اقتصادي فشارونو تر بار لاندې شپې او ورځې تېروي
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې د ۲.۹ میلیونه افغان کډوالو پراخې راستنېدنې د هېواد پر کمزوري اقتصاد لا نور فشار راوستی دی. راپور څرګندوي چې د دغو راستنېدنو له امله نږدې ۱.۴ میلیونه نور کسان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او ګڼ شمېر کورنۍ د سرپناه، خوړو او روغتیايي خدمتونو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي
راپور د وچکالۍ دوام هم د افغانانو د ژوند لپاره ستر ګواښ بللی دی. د کرنې سکتور، چې د میلیونونو افغانانو د عاید مهمه سرچینه ګڼل کېږي، د اوبو کمښت او اقلیمي بدلونونو له امله سخت زیان لیدلی او بزګران د خپلو حاصلاتو د کمېدو له امله له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي دي
بل لور ته، د نړیوالو مرستو کمښت د روغتیايي سکټور حالت هم ترینګلی کړی دی. د راپور له مخې، د بودجې د کمښت له امله تر ۴۴۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې خپل خدمتونه محدود کړي دي. دا وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره اندېښمنوونکی بلل شوی، ځکه ګڼ خلک اوس بنسټیزو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري
کارپوهان وایي، که نړیواله ټولنه د افغانستان بشري وضعیت ته جدي پاملرنه ونه کړي، ښايي د بېوزلۍ، بېکارۍ او لوږې څپه نوره هم پراخه شي. دوی ټینګار کوي چې د اقتصادي ثبات، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کولو او د بشري مرستو دوام د افغانانو د ژوند د ژغورلو لپاره حیاتي ارزښت لري
افغانستان دا مهال د داسې حساسو شرایطو له پړاو تېرېږي چې میلیونونه وګړي یې د راتلونکي په اړه له اندېښنو سره مخ کړي او د عادي ژوند هیلې یې د اقتصادي فشارونو تر سیوري لاندې کمزورې شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?