اماراتو د نتنیاهو د پټ سفر راپورونه رد کړل؛ ابوظبي وایي اړیکې مو ښکاره او رسمي دي
بریا نیوز (پنـجـــه شنبه،۲۳ثور ۱۴۰۵)
متحده عربي امارات د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د پټ سفر اړوند خپاره شوي راپورونه په کلکه رد کړي او ټینګار یې کړی چې د ابوظبي اړیکې او ډیپلوماټیک دریځونه روښانه، رسمي او د نړیوالو اصولو له مخې پر مخ وړل کېږي
د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، هغه راپورونه چې ګواکې نتنیاهو په پټه ابوظبي ته سفر کړی او هلته یې له لوړپوړو اماراتي چارواکو سره لیدنې کړې دي، حقیقت نه لري او بې بنسټه اوازې دي
دغه څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې چې ځینو نړیوالو رسنیو د اسراییلو د لومړي وزیر د دفتر له قوله ویلي وو، نتنیاهو په وروستیو ورځو کې اماراتو ته سفر کړی او هلته یې د اماراتو له ولسمشر محمد بن زاید آل نهیان سره محرمانه لیدنه ترسره کړې ده
خو ابوظبي وایي، د اماراتو بهرنۍ اړیکې د پټو معاملو او نامعلومو ناستو پر ځای د شفافیت، رسمي تعامل او نړیوالو اصولو پر بنسټ ولاړې دي. د اماراتو چارواکو زیاته کړې چې د سیمې حساس وضعیت د دې غوښتنه کوي چې د ناسمو راپورونو او اوازو له خپرولو ډډه وشي
سیاسي شنونکي باور لري چې د منځني ختیځ روان کړکېچ، د غزې جګړه او د سیمې د قدرتونو ترمنځ بدلېدونکې اړیکې د دې لامل شوي چې د عربي هېوادونو او اسراییلو ترمنځ هر ډول تماسونه د نړیوالو رسنیو او سیاسي کړیو ځانګړې پاملرنه ځانته راواړوي
امارات، چې څو کاله وړاندې یې له اسراییلو سره د اړیکو د عادي کولو تړون لاسلیک کړی و، تل ویلي چې د سیمې ثبات، اقتصادي همکاري او ډیپلوماټیک تعامل د دوی د بهرنۍ تګلارې مهمې برخې دي. خو د غزې جګړې او د فلسطیني ولس د وضعیت له امله په عربي نړۍ کې پر دغو اړیکو پراخ بحثونه او نیوکې هم روانې دي
بل لور ته د اسراییلو حکومت تر اوسه د اماراتو د وروستیو څرګندونو په اړه تازه غبرګون نه دی ښودلی، خو د سیمې څارونکي وایي چې د ابوظبي دا روښانه دریځ ښيي چې امارات غواړي د خپلو نړیوالو اړیکو په اړه هر ډول ابهام له منځه یوسي او د رسمي ډیپلوماسۍ انځور وساتي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?