news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کازان کې د افغانستان او روسیې د اقتصادي همکارۍ نوې څپه؛ د ګډ کمېسیون لومړنۍغونډه ترسره شوه

کازان کې د افغانستان او روسیې د اقتصادي همکارۍ نوې څپه؛ د ګډ کمېسیون لومړنۍغونډه ترسره شوه

 کازان کې د افغانستان او روسیې د اقتصادي همکارۍ نوې څپه؛ د ګډ کمېسیون لومړنۍ غونډه ترسره شوه

بریا نیوز (پنـجـــه شنبه،۲۳ثور ۱۴۰۵)

د لوړو زده کړو وزارت ویلي، د «روسیې او اسلامي نړۍ» اوولسمې نړیوالې غونډې په څنډه کې د افغانستان او روسیه ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون لومړنۍ غونډه د کازان په ښار کې ترسره شوې ده

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې مهمه غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا، سوداګریزو همکاریو، ټرانزیټي اسانتیاوو او افغانستان ته د پانګونې د راجلبولو پر لارو چارو هر اړخیزې خبرې شوې دي

د غونډې ګډونوالو کې د اسلامي امارت د بېلابېلو وزارتونو استازي، د روسیې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، او همداراز د دواړو هېوادونو سفیران شامل وو، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې د عملي ګامونو پر اړتیا ټینګار وکړ

د شیخ ندا محمد ندیم په وینا، افغانستان هڅه کوي له نړۍ سره متوازن، مثبت او رغنده تعامل ولري او غواړي خپلې اقتصادي اړیکې د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ پراخې کړي

هغه زیاته کړې، افغانستان د خپل مهم جغرافیایي موقعیت له امله کولای شي د مرکزي اسیا او سویلي اسیا ترمنځ د اقتصادي دهلېز او نښلونکې کړۍ مهم رول ولوبوي. د نوموړي په خبره، د ټرانزیټ، سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال پراختیا نه یوازې افغانستان، بلکې ټولې سیمې ته اقتصادي فرصتونه رامنځته کولای شي

شنونکي وایي، په وروستیو کلونو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریز تماسونه زیات شوي او دواړه لوري هڅه کوي د انرژۍ، ټرانسپورټ، کانونو او سوداګرۍ په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي

د سیمې د چارو کارپوهان باور لري چې د کازان دا غونډه ښايي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د نوي پړاو پیل وګرځي؛ هغه اړیکې چې کولی شي د سیمه‌ییز اتصال، سوداګریزې ودې او اقتصادي ثبات لپاره نوې دروازې پرانیزي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto