د ایران جګړې لمن پراخه شوه؛ سعودي او کویټي بریدونو عراق هم د کړکېچ ډګر کړ
بریا نیوز (پنـجـــه شنبه،۲۳ثور ۱۴۰۵)
د سعودي عربستان جنګي الوتکو د ایران د روانې جګړې په ترڅ کې د عراق په بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي دي، هغه پرمختګ چې د سیمې امنیتي وضعیت یې لا پسې ترینګلی کړی او د منځني ختیځ د پراخې جګړې اندېښنې یې زیاتې کړې دي
د راپورونو له مخې، هممهاله له کویټ څخه هم پر عراق د غچ اخیستونکو بریدونو لړۍ ترسره شوې، چې د خلیج سیمې د پوځي غبرګونونو یوه برخه بلل کېږي. ویل کېږي، دا بریدونه وروسته له هغې چټک شول چې د متحده ایالات او اسراییل له لوري پر ایران بریدونه پیل شول او وروسته یې د سیمې نورو هېوادونو ته هم لمن وغځوله
د سیمې څارونکي وایي، عراق چې له کلونو راهیسې د سیمهییزو سیالیو او امنیتي شخړو تر فشار لاندې دی، اوس یو ځل بیا د سترو قدرتونو او سیمهییزو لوبغاړو د تقابل په مرکز بدل شوی دی. شنونکي باور لري چې د عراق پر خاوره د بېلابېلو هېوادونو بریدونه ښيي چې د جګړې جغرافیه ورځ تر بلې پراخېږي
تر اوسه د سعودي عربستان او کویټ چارواکو د دغو بریدونو د جزیاتو په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړي، خو ځینو امنیتي سرچینو ویلي چې بریدونه د هغو اهدافو پر ضد ترسره شوي چې د ایران له ملاتړه برخمنې وسلهوالې ډلې پکې فعالې وې
سیاسي کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د سیمې روان کړکېچ مهار نه شي، نو ښايي د خلیج، عراق او شام تر سیمو پورې د ناامنۍ نوې څپه خپره شي او د نړیوال اقتصاد، انرژۍ بازارونو او سیمهییز ثبات لپاره ستر ګواښونه رامنځته کړي
بل لور ته نړیوالې ټولنې د جګړې د پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او د خبرو اترو، زغم او سیاسي حللارې غوښتنه یې کړې ده، څو سیمه د یوې اوږدې او ویجاړوونکې جګړې له خطره وژغورل شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?