news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د روسیې سفیر: د افغانستان او پاکستان کړکېچونو سترې سیمه‌ییزې پروژې له ځنډ سره مخ کړې دي

د روسیې سفیر: د افغانستان او پاکستان کړکېچونو سترې سیمه‌ییزې پروژې له ځنډ سره مخ کړې دي

د روسیې سفیر: د افغانستان او پاکستان کړکېچونو سترې سیمه‌ییزې پروژې له ځنډ سره مخ کړې دي

بریا نیوز (پنـجـــه شنبه،۲۳ثور ۱۴۰۵)

د روسیه سفیر ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانو کړکېچونو او امنیتي ترینګلتیاوو د سیمې ګڼې مهمې اقتصادي او ترانزیټي پروژې له ځنډ او ستونزو سره مخ کړې دي

نوموړي ټینګار کړی چې سیمه د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او انرژۍ د نښلېدو لپاره پراخو فرصتونو ته اړتیا لري، خو دوامدارې سیاسي شخړې او امنیتي اندېښنې د دې لامل شوې چې لویې پانګونې او سترې پروژې په بشپړ ډول عملي نه شي

د روسي سفیر په وینا، افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ مهم جغرافیایي موقعیت لري او که په سیمه کې ثبات ټینګ شي، نو دغه هېواد کولی شي د سوداګرۍ، ټرانزیټ او انرژۍ د لېږد مهم دهلېز وګرځي. خو د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ تاوتریخوالي د سیمه‌ییز اتصال پر راتلونکې سیوری غوړولی دی

کارپوهان وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستي سرحدي اختلافات، امنیتي پېښې او د باور کمښت د دې سبب شوي چې د انرژۍ، رېل‌پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزیټ ګڼې طرحې له خنډونو سره مخ شي. شنونکي باور لري چې که سیاسي تفاهم رامنځته نه شي، نو سیمه به د اقتصادي پرمختګ له مهمو فرصتونو بې‌برخې پاتې شي

د سیمې د مهمو اقتصادي پروژو له ډلې د ټاپي د ګازو نل‌لیکه، د منځنۍ اسیا د برېښنا لېږد پروژه او د سوداګریزو دهلېزونو پراختیا هغه طرحې دي چې د امنیتي وضعیت له امله یې پرمختګ ورو شوی دی

روسیه په داسې حال کې د سیمې پر ثبات ټینګار کوي چې مسکو په وروستیو کلونو کې له افغانستان، پاکستان او د مرکزي اسیا له هېوادونو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي. روسیه باور لري چې د سیمه‌ییز اتصال پیاوړتیا کولی شي د سوداګرۍ، انرژۍ او اقتصادي همکارۍ لپاره نوې دروازې پرانیزي

سیاسي څارونکي وایي، د روسي سفیر وروستۍ څرګندونې ښيي چې نړیوال قدرتونه د افغانستان او پاکستان اړیکو ته یوازې د امنیت له زاویې نه، بلکې د اقتصادي او ستراتېژیک ارزښت له مخې هم ګوري، ځکه د سیمې ثبات د اسیا د اقتصادي راتلونکې لپاره مهم بلل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto