news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ۴۶ میلیون ډالرو په ارزښت د لابراتوار کمپلکسونو تړون لاسلیک شو

د ۴۶ میلیون ډالرو په ارزښت د لابراتوار کمپلکسونو تړون لاسلیک شو

د ۴۶ میلیون ډالرو په ارزښت د لابراتوار کمپلکسونو تړون لاسلیک شو

بریا نیوز (پنـجـــه شنبه،۲۳ثور ۱۴۰۵)

د د معیار او کیفیت اداره او یوه نړیوال هندي شرکت ترمنځ د معیاري لابراتوار کمپلکسونو د جوړولو او تجهیز قرارداد د ۴۶ میلیونه امریکایي ډالرو څخه په زیاته ارزښت لاسلیک شو

دغه تړون د ملا عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شوی، چې د اقتصادي معاونیت د ریاست‌الوزراء له لوري یې پر اهمیت او د ملي کیفیتي نظام د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار شوی دی

د خبر له مخې، د دې پروژې هدف د هېواد دننه د معیاري لابراتوارونو عصري کول، د کیفیت د کنټرول سیسټم پیاوړتیا او د تولیداتو د نړیوالو معیارونو سره سمون دی، څو افغان محصولات د کور دننه او بهر په بازارونو کې لا ډېر اعتبار او رقابت ترلاسه کړي

مسوولین وایي، د دې کمپلکسونو په جوړېدو سره به د بېلابېلو توکو د ازموینې، څېړنې او کیفیت ارزونې ظرفیتونه زیات شي او د وارداتي او صادراتي توکو د معاینې بهیر به لا چټک او شفاف شي

ملا عبدالغني برادر په دې غونډه کې ویلي چې اقتصادي ثبات او ځان‌بسیاینه د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي او د معیاري زیربناوو پراختیا د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اساسي رول لري

نوموړي زیاته کړې چې د پانګونې د جذب، د کیفیت د لوړولو او د تولیدي سکتور د ملاتړ لپاره د داسې پروژو عملي کېدل کولی شي د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم بدلونونه رامنځته کړي

اقتصادي شنونکي باور لري چې دا ډول سترې پروژې د افغانستان د صادراتو د کیفیت د لوړولو، د سوداګرۍ د اسانتیا او د نړیوالو بازارونو سره د سیالۍ د زیاتوالي لپاره مهم ګام بلل کېږي

په ورته وخت کې د خصوصي سکتور استازي هم وایي چې د معیاري لابراتوارونو پراختیا به د سوداګرو لپاره د باور فضا پیاوړې کړي او د هېواد د اقتصادي نظام په عصري کولو کې به اغېزمن رول ولوبوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto