news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ایران امریکا ته توند پیغام؛ عراقچي: تر هغه خبرو ته نه کښېنو چې واشنګټن جدي دریځخپل نه کړي

ایران امریکا ته توند پیغام؛ عراقچي: تر هغه خبرو ته نه کښېنو چې واشنګټن جدي دریځخپل نه کړي

ایران امریکا ته توند پیغام؛ عراقچي: تر هغه خبرو ته نه کښېنو چې واشنګټن جدي دریځ خپل نه کړي

بریا نیوز (جمعه،۲۴ثور ۱۴۰۵) 

 عباس عراقچي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، ویلي چې تهران پر امریکا «هیڅ باور نه لري» او یوازې هغه مهال به د خبرو مېز ته کښېني چې واشنګټن عملي جديت وښيي

عراقچي په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې د امریکا پخوانیو دریځونو او سیاستونو د ایران باور زیانمن کړی او همدې مسئلې د دواړو هېوادونو اړیکې له ژور کړکېچ سره مخ کړې دي. نوموړي ویلي، تهران نه غواړي یوازې د سیاسي فشارونو تر سیوري لاندې خبرو ته حاضر شي، بلکې امریکا باید د باور جوړونې لپاره واضح او عملي ګامونه پورته کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د خبرو او تفاهم لار لا هم تړلې نه ده، خو د هر ډول احتمالي مذاکراتو لپاره د واشنګټن رښتینی او جدي چلند مهم شرط ګڼل کېږي

سیاسي شنونکي وایي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د باور نشتوالی لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو تر ټولو ستر خنډ بلل کېږي، په ځانګړي ډول د اټومي پروګرام، بندیزونو او سیمه‌ ییزو سیاستونو پر سر روان اختلافونه وضعیت لا پېچلی کړی دی

کارپوهان باور لري چې د ایران او امریکا اړیکې نه یوازې د منځني ختیځ پر امنیت اغېز لري، بلکې د نړیوالو سیاسي او اقتصادي معادلو مهمه برخه هم ګڼل کېږي. له همدې امله، د دواړو لورو هره نوې څرګندونه د نړۍ د سیاستوالو او نړیوالو رسنیو پام ځانته رااړوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto