news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ټرمپ د چین سفر بې له سترې لاسته‌ راوړنې پای ته ورسېد؛ د سوداګرۍ او ایران جګړې په اړه پرمختګ ونه شو

د ټرمپ د چین سفر بې له سترې لاسته‌ راوړنې پای ته ورسېد؛ د سوداګرۍ او ایران جګړې په اړه پرمختګ ونه شو

د ټرمپ د چین سفر بې له سترې لاسته‌ راوړنې پای ته ورسېد؛ د سوداګرۍ او ایران جګړې په اړه پرمختګ ونه شو

بریا نیوز (جمعه،۲۴ثور ۱۴۰۵)

 د امریکا ولسمشر د خپل دوه ورځني سفر له پای ته رسېدو وروسته د جمعې په ورځ له چین څخه ووت

که څه هم ټرمپ د خپل سفر پر مهال څو ځله د چین له ولسمشر  څخه ستاینه وکړه او هغه یې یو ځواکمن او اغېزناک مشر وباله، خو دغه سفر د مهمو سیاسي او اقتصادي لاسته‌ راوړنو پرته پای ته ورسېد

راپورونه وایي، واشنګټن هیله لرله چې له بېجینګ سره به د سوداګرۍ پر روانو اختلافونو کې یو څرګند پرمختګ رامنځته شي، خو دواړه لوري ونه توانېدل کومه پراخه هوکړه اعلان کړي

همداراز، امریکا تمه لرله چې چین به د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي او اغېزناک رول ولوبوي، خو په دې برخه کې هم کوم ښکاره بدلون ونه لیدل شو

سیاسي شنونکي باور لري چې د امریکا او چین ترمنځ اړیکې لا هم له حساسو او پېچلو پړاوونو تېرېږي. د سوداګرۍ سیالي، نړیوال نفوذ او د منځني ختیځ روان وضعیت هغه مهم عوامل بلل کېږي چې د دواړو سترو قدرتونو اړیکې یې تر اغېز لاندې راوستي دي

کارپوهان وایي، که څه هم د ټرمپ او شي جین‌پینګ ترمنځ د خبرو اترو فضا تر ډېره نرم او دوستانه ښکارېده، خو عملي سیاست کې لا هم ژور اختلافات موجود دي او دا مسئله د نړۍ د دوو سترو اقتصادي قدرتونو ترمنځ د باور فضا کمزورې ساتي

د یادونې وړ ده چې د امریکا او چین اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره، بلکې د نړیوال اقتصاد، سیمه‌ییز امنیت او نړیوال سیاست لپاره هم ځانګړی اهمیت لري، ځکه د دغو قدرتونو هر تحول د نړۍ پر بازارونو او سیاسي وضعیت مستقیم اغېز پرېباسي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto