news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

«افغانستان؛ د منځنۍ اسیا د امنیتي بحثونو اساسي مسئله»

«افغانستان؛ د منځنۍ اسیا د امنیتي بحثونو اساسي مسئله»

په مسکو کې د «روسیه او نړۍ: خبرې اترې — ۲۰۲۶، نوې واقیعت» تر نوم لاندې د لسم نړیوال کنفرانس پر مهال، د افغانستان وضعیت او پر منځنۍ اسیا یې اغېزې د بحث یو مهم محور و.

بریانیوز( دوشنبه، ٤ جوزا ١٤٠٥)

د امنیت او سیمه‌ییزې همغږۍ په غونډه کې، چې د روسیې، تاجیکستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغیزستان څېړونکو او کارپوهانو پکې ګډون کړی و، ټولو په دې سلا وو چې د افغانستان مسئله لا هم د سیمې د بې‌ثباتۍ له اساسي لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د تاجیکستان د علومو ملي اکاډمۍ لوړپوړي علمي منشي، قاسم‌شاه اسکندروف، په افغانستان کې د افراطي دیني مدرسو زیاتوالی یوه جدي ننګونه وبلله. د هغه په وینا، دا وضعیت د تاجیکستان امنیت ته مستقیم ګواښ دی او د مقابلې لپاره یې ګډو او پیاوړو تدابیرو ته اړتیا شته.

بل لور ته، د معاصر افغانستان د مطالعاتو مرکز مشر، عمر نثار، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پر اړخ ټینګار وکړ. د هغه په خبره، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ تاوتریخوالی د ټولې منځنۍ اسیا امنیتي جوړښت بدلوي. نوموړي د پاکستان بې‌ساري پوځي چمتووالي ته اشاره وکړه او ویې ویل چې امکان شته افغانستان د هند او پاکستان د سیالۍ او مخامخ کېدو ډګر شي؛ داسې حالت چې سیمه به لا نوره بې‌ثباته کړي.

نثار زیاته کړه: «د پاکستان لپاره د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د ترانزیټي پروژو عملي کېدل دویمه درجه اهمیت لري»، یعنې اقتصادي همکارۍ د جیوپولیټیکي شخړو تر شا پاتې دي.

د روسیې د علومو اکاډمۍ اړوند د تاریخ انسټیټیوټ لوړپوړي څېړونکي، واسیلي خریستوفوروف، وویل چې د افغانستان له بحران څخه راولاړېدونکي ګواښونه یوازې پوځي او ترهګریز اړخ نه لري، بلکې اوس ایډیولوژیکي او ټولنیز بُعدونه هم خپل کړي دي. د هغه په باور، د افراطیت پر ضد مبارزه د ښوونې او روزنې د کیفیت له لوړولو او ټولنیز ـ اقتصادي پرمختګ پرته ناشونې ده.

د قزاقستان، قرغیزستان او ازبکستان استازو هم تایید کړه چې د منځنۍ اسیا امنیتي ستونزې نن ورځ له افغانستان سره نه بېلېدونکې اړیکه لري او د اوراسیا په پراخ چوکاټ کې دوامدارې کارپوهانه څارنې ته اړتیا ده.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto