د ایټالیا لومړۍ وزیرې د درېیو افغان کډوالو په ګډون د څلورو کسانو وژنه «هولناکه جنایت» وباله
بریانیوز(پنجشنبه، ۱۲ جوزا ١٤٠٥)
د ایټالیا لومړۍ وزیره د هغه خونړي برید په غبرګون کې چې پکې د درېیو افغان کډوالو په ګډون څلور کسان په قصدي ډول وژل شوي، ژوره خواشیني څرګنده کړې او دا پېښه یې «هولناکه جنایت» بللې ده
ملوني په خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې د دې پېښې له خبر څخه سخته اغېزمنه شوې او ایټالیا به د «تاوتریخوالي او وحشت» پر وړاندې هېڅکله شاتګ ونه کړي. هغې ټینګار کړی چې د پېښې ټول اړخونه باید په بشپړ ډول وڅېړل شي او ټول هغه کسان چې په دې جرم کې لاس لري، د قانون منګولو ته وسپارل شي
د ایټالیا لومړۍ وزیرې زیاته کړې چې عدالت باید په بشپړه توګه پلی شي او هېڅ مجرم باید د قانون له حساب ورکولو څخه خوندي پاتې نه شي
هغې همدارنګه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې حکومت به د پېښې د رښتینو لاملونو او عاملانو د پېژندلو لپاره ټولې اړینې هڅې وکړي
دا پېښه په داسې مهال رامنځته شوې چې په اروپا کې د کډوالو د خوندیتوب، ټولنیز یووالي او د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه بحثونه زیات شوي دي. د درېیو افغان کډوالو په ګډون د څلورو کسانو وژل کېدو په ایټالیا او نورو اروپایي هېوادونو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1678
-
اخبار افغانستان
757
-
مقاله
368
-
سیاست
99
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl