news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ښځو پر وړاندې نوي محدودیتونه؛ په تازه فرمان کې له برقع پرته ښځې له کوره وتلی نه شي

ښځو پر وړاندې نوي محدودیتونه؛ په تازه فرمان کې له برقع پرته ښځې له کوره وتلی نه شي

د طالبانو مشر د هرات د امربالمعروف ریاست ته په تازه شفاهي فرمان کې امر کړی چې له برقع پرته د ښځو د تګ راتګ مخه ونیسي

بریانیوز- پنجشنبه، ١٤ جوز ١٤٠٥

بریا نیوز ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د طالبانو مشر، ملا هبت‌الله اخوندزاده، په یوه تازه شفاهي فرمان کې د هرات ولایت د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست ته سپارښتنه کړې چې له دې وروسته دې ښځو ته له برقع پرته د کور څخه د وتلو اجازه ورنه کړل شي. د فرمان له مخې، هغه ښځې چې له برقع پرته په عامه ځایونو کې ولیدل شي، باید ونیول شي او قانوني چلند ورسره وشي.

د یاد فرمان د عملي کولو په موخه، نن د هرات ولایت د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست کې یوه ځانګړې غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د فرمان د پلي کولو لپاره د مناسب میکانیزم، څارنې او اجرایي کړنلارې د جوړولو په اړه بحثونه وشول او اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

همدارنګه، دې غونډې ته د هرات ولایت د حج او اوقافو ریاست یو شمېر علما او ملا امامان هم رابلل شوي وو، څو د یاد فرمان د تطبیق په برخه کې همغږي رامنځته شي او د جوماتونو او دیني مراکزو له لارې خلکو ته اړوندې لارښوونې ورسول شي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto