news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

یونیسف: د نجونو د زده‌کړو بندیز د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز کړی

یونیسف: د نجونو د زده‌کړو بندیز د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز کړی

یونیسف: د نجونو د زده‌کړو بندیز د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز کړی 

بریانیوز(جمعه ، ۱۵ جوزا ١٤٠٥)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي چې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه د افغانستان پر اقتصادي ودې اغېز کړی او د هېواد اقتصادي کچه یې شاوخوا نیم سلنه راکمه کړې ده

د یونیسف د ارزونو له مخې، افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې لا هم له پراخو بشري ننګونو سره مخ دی او شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري

دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې که د نجونو پر زده‌کړو اوسني محدودیتونه دوام ومومي، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به نږدې دوه میلیونه نجونې له زده‌کړو بې‌ برخې پاتې شي، چې دا به د هېواد پر ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ژورې اغېزې ولري

یونیسف ټینګار کړی چې زده‌کړې د ټولنې د پرمختګ، اقتصادي ودې او د بېوزلۍ د کمولو له مهمو بنسټونو څخه دي، او د نجونو د زده‌کړو محدودول د بشري پانګې د کمزوري کېدو لامل ګرځي

د یاد بنسټ په وینا، د نجونو د زده‌کړو دوام نه یوازې د هغوی د فردي راتلونکي لپاره مهم دی، بلکې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا، روغتیايي وضعیت د ښه‌ والي او ټولنیز ثبات په برخه کې هم اساسي رول لري

شنونکي باور لري چې د افغانستان د بشري او اقتصادي ستونزو د کمېدو لپاره د زده‌کړو پراختیا، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د تعلیمي فرصتونو زیاتوالی، له مهمو اړتیاوو څخه شمېرل کېږي

دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د افغانستان د بشري وضعیت، اقتصادي ستونزو او د زده‌کړو د لاسرسي موضوعات لا هم د نړیوالو بنسټونو د اندېښنو په سر کې ځای لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto