news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د کډوالۍ نړیوال سازمان: افغان ښځې او نجونې له نړیوالې بې‌پامۍ اندېښمنې دي

د کډوالۍ نړیوال سازمان: افغان ښځې او نجونې له نړیوالې بې‌پامۍ اندېښمنې دي

د کډوالۍ نړیوال سازمان: افغان ښځې او نجونې له نړیوالې بې‌پامۍ اندېښمنې دي

بریانیوز- جمعه ٢۹ جوز ١٤٠٥

دکډوالۍ نړیوال سازمان  د افغانستان د دفتر مشره ميا پارک وايي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له دې وېرې سره مخ دي چې د نړیوالې ټولنې له اجنډا څخه به په تدریجي ډول لرې او هېرې شي
نوموړې له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلي چې افغان ښځې او نجونې غواړي نړیوال ملاتړ دوام ومومي او د هغوی وضعیت د نړیوالو بحثونو په لومړیتوب کې پاتې شي
هغې زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو ترڅنګ ودریږي، د هغوی غږ واوري او د زده کړو، کار او ټولنیز ګډون په برخه کې د ملاتړ عملي لارې چارې پیاوړې کړي
میا پارک ټینګار کړی چې د افغانستان د ښځو وضعیت لا هم جدي پاملرنې ته اړتیا لري او د هغوی د حقونو موضوع باید د نړیوالو مرستو او سیاسي بحثونو له مهمو برخو څخه پاتې شي
په همدې حال کې، د طالبانو چارواکو څو ځله ویلي چې د هېواد د ټولو وګړو حقوق د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تضمین شوي دي او د ښځو په اړه د دوی تګلارې د همدې اصولو پر بنسټ تنظیم شوي دي
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغان ښځو د حقونو او د هغوی د راتلونکي په اړه نړیوال بحثونه او اندېښنې لا هم دوام لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto