news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

خلیلزاد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې بیا لوړې شوې دي

خلیلزاد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې بیا لوړې شوې دي

خلیلزاد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې بیا لوړې شوې دي

بریانیوز- جمعه ٢۹ جوز ١٤٠٥

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امارت اسلامي له لوري د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ځینو سیمو کې د داعش پر مرکزونو د وروستیو بریدونو په اړه ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا د زیاتېدو په حال کې دی

نوموړي له پاکستانه غوښتي چې د پوځي غبرګون پر ځای د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو لاره غوره کړي او له افغانستان سره د داسې هوکړې لپاره خبرې وکړي چې له مخې یې د دواړو هېوادونو خاوره د هېڅ ډلې یا افرادو له لوري د یو بل پر ضد د امنیتي ګواښونو لپاره ونه کارول شي

خلیلزاد په خپل پیغام کې پر سعودي عربستان، قطر،عربي اماراتو، ترکيه او نورو هېوادونو هم غږ کړی چې خپل ډیپلوماټیک هڅې بیا پیاوړې کړي څو افغانستان او پاکستان د ګډې همکارۍ له لارې د امنیتي ستونزو حل ته ورسېږي

هغه ټینګار کړی چې د سیمې ثبات یوازې د دوامداره خبرو او متقابلې همکارۍ له لارې تضمین کېدای شي، او د شخړو زیاتوالی د دواړو هېوادونو لپاره زیانمن دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto