news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

شهباز شریف: د افغان کډوالو خوندي او باعزته راستنېدل د نړیوالو ګډ مسؤلیت دی

شهباز شریف: د افغان کډوالو خوندي او باعزته راستنېدل د نړیوالو ګډ مسؤلیت دی

شهباز شریف: د افغان کډوالو خوندي او باعزته راستنېدل د نړیوالو ګډ مسؤلیت دی

بریانیوز- شنبه ۳۰ جوز ١٤٠٥

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د “نړیوالو کډوالو د ورځې” په مناسبت ویلي چې د مهاجرینو خوندیتوب، انساني وقار او خوندي راستنېدل د نړیوالې ټولنې ګډ مسؤلیت جوړوي او باید د بې‌ځایه شویو خلکو لپاره د سولې او هیلې ډک شرایط برابر شي

نوموړي په خپل پیغام کې څرګنده کړې چې له ۱۹۷۹ کال وروسته په میلیونونو افغانان د جګړو او ناامنۍ له امله پاکستان ته پناه وړې او دغه هېواد، سره له اقتصادي او اداري محدودیتونو، خپلې پولې او امکانات د هغوی پر مخ پرانیستي وو

شهباز شریف زیاته کړې چې پاکستان د تېرو څلورو لسیزو په اوږدو کې د نړۍ له سترو کډوالو مېشتو هېوادونو څخه پاتې شوی او د افغان کډوالو لپاره یې د استوګنې کمپونه او ښارګوټي جوړ کړي، چېرې چې ګڼو افغان کورنیو ته د زده‌کړې، کار او لومړنیو خدماتو زمینه برابره شوې ده

هغه ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو منظم او تدریجي بهیر پیل شوی او تر جون ۲۰۲۶ پورې له ۲.۴ میلیونو څخه زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي

د پاکستان صدراعظم ټینګار کړی چې په افغانستان کې سوله، ثبات او اقتصادي پرمختګ د کډوالو د دوامدارې او بریالۍ ادغام لپاره اساسي اړتیا ده. هغه همدارنګه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ، د مهاجرت نړیوال سازمان  او نورو نړیوالو شریکانو د رول پر اهمیت هم ټینګار کړی دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto