news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ټولګټو چارو وزارت:د سالنګونو لویې لارې د ۱۵ کیلومتره برخې د بیارغونې تړون لاسلیک شو؛ د ۱.۲ میلیارډ افغانیو په ارزښت ستره پروژه پیلېږي

ټولګټو چارو وزارت:د سالنګونو لویې لارې د ۱۵ کیلومتره برخې د بیارغونې تړون لاسلیک شو؛ د ۱.۲ میلیارډ افغانیو په ارزښت ستره پروژه پیلېږي

ټولګټو چارو وزارت:د سالنګونو لویې لارې د ۱۵ کیلومتره برخې د بیارغونې تړون لاسلیک شو؛ د ۱.۲ میلیارډ افغانیو په ارزښت ستره پروژه پیلېږي

بریانیوز- چهار شنبه ۳ سرطان ١٤٠٥

کابل – د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت د سالنګونو لویې لارې اړوند د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره سړک د بنسټیزې بیارغونې تړون له یوه خصوصي ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره د څه باندې ۱.۲ میلیارډ افغانیو په ارزښت لاسلیک کړی دی

د یاد وزارت د ویاند، محمد اشرف حق‌شناس، په وینا دا پروژه د سالنګونو لویې لارې د رغونې او عصري کولو د پراخ پروګرام مهمه برخه ده. هغه ویلي چې د سړک یاده برخه د اولنګ له سیمې پیلېږي او تر جبل‌السراج پورې غځېږي، چې د ۱۵ کیلومتره اوږدوالي او ۱۲ مترو سور په لرلو سره به په بشپړ ډول ورغول او قیر شي

د نوموړي په خبره، په دې پروژه کې یوازې د سړک بیارغونه نه، بلکې ګڼ نور بنسټیز تاسیسات هم شامل دي. د پلان له مخې به پنځه نوي پلګوټي جوړ شي، ۳۳ موجود پلګوټي به پراخ او معیاري شي او د اوبو د منظمې ایستنې لپاره به د سړک دواړو غاړو ته ۶۰۰ متره ویالې هم جوړې شي

د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني د تړون د لاسلیک پر مهال ویلي چې د سالنګونو لویه لار د افغانستان له حیاتي اقتصادي او ترانزیټي شریانونو څخه شمېرل کېږي او د دې لارې د بیارغونې چارې باید د نړیوالو تخنیکي معیارونو له مخې او په ټاکلي وخت بشپړې شي

هغه زیاته کړې چې دا پروژه د سالنګونو د لویې لارې د اساسي بیارغونې د هغه ستر پلان یوه برخه ده چې اوسمهال یې چارې په سویلي سالنګ، شمالي سالنګ او د خنجان–دوشي په مسیرونو کې په بېلابېلو پړاوونو کې روانې دي

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو ټرانسپورټي او سوداګریزو دهلېزونو څخه ګڼل کېږي، چې د هېواد شمالي ولایتونه له کابل او د هېواد له مرکزي سیمو سره نښلوي. اقتصادي کارپوهان باور لري چې د دې لارې رغونه به د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد اسانتیاوې زیاتې، د سفر وخت راکم او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره به نوي فرصتونه رامنځته کړي

تمه کېږي چې د پروژې له بشپړېدو وروسته به د زرګونو موټرو د تګ راتګ خوندیتوب او اسانتیاوې ښه شي او د هېواد د ترانزیټي شبکې په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto