news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نصیراحمد اندېشه: د افغان کډوالو د جبري ایستلو په تړاو د اروپايي هېوادونو له «مشکوکو معاملاتو» جدي اندېښنه لرو

نصیراحمد اندېشه: د افغان کډوالو د جبري ایستلو په تړاو د اروپايي هېوادونو له «مشکوکو معاملاتو» جدي اندېښنه لرو

نصیراحمد اندېشه: د افغان کډوالو د جبري ایستلو په تړاو د اروپايي هېوادونو له «مشکوکو معاملاتو» جدي اندېښنه لرو

بریانیوز- چهار شنبه ۳ سرطان ١٤٠٥

جنیوا – د افغانستان سفیر په سویس کې  وایي چې د ځینو اروپايي هېوادونو له خوا له افغان کډوالو سره د جبري اخراج په برخه کې د “مشکوکو معاملاتو” په اړه ژوره اندېښنه لري

اندېشه د سې شنبې په ورځ (د سرطان ۲مه) په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې هغه د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره د خبرو پر مهال دغه اندېښنې په جدي ډول مطرح کړې دي

نوموړي ویلي چې دا ډول اقدامات کولای شي د کډوالو د ملاتړ په نړیوال نظام کې تشې زیاتې کړي او د افغان کډوالو د “زنځیري اخراج” خطر نور هم لوړ کړي؛ هغه بهیر چې له مخې یې کډوال له یو هېواد څخه بل ته استول کېږي او په پای کې له جدي خوندیتوب پرته بېرته افغانستان ته ستنېږي

د افغانستان د سفارت په وینا، اندېشه ټینګار کړی چې د کډوالو د جبري ستنولو مسله باید د بشري حقونو د نړیوالو اصولو له مخې وڅېړل شي او هېڅ هېواد باید د سیاسي یا امنیتي فشارونو له امله د پناه غوښتونکو خوندیتوب له خطر سره مخ نه کړي

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې په اروپا کې د افغان کډوالو د ایستلو او د پناه غوښتنې د پروسو د سختېدو په اړه بحثونه زیات شوي او د بشري حقونو یو شمېر بنسټونه د کډوالو د وضعیت د لا خرابېدو خبرداری ورکوي

شنونکي وایي، که د کډوالو په اړه ګډ نړیوال چوکاټ پیاوړی نه شي، نو د کډوالۍ بحران به لا پېچلی شي او د زیانمنو کسانو شمېر به نور هم زیات شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto