news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مارک روبیو: د ایران سره د سولې هوکړه کې به د خلیج هېوادونو ګټې خوندي شي

مارک روبیو: د ایران سره د سولې هوکړه کې به د خلیج هېوادونو ګټې خوندي شي

مارک روبیو: د ایران سره د سولې هوکړه کې به د خلیج هېوادونو ګټې خوندي شي

بریانیوز- شنبه ۶ سرطان ١٤٠٥

 د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارک روبيو ویلي:  چې واشنګټن د ایران سره د هر ډول احتمالي سولې یا هوکړې د رامنځته کېدو پر مهال د خلیج هېوادونو ګټې او امنیتي اندېښنې په پام کې نیسي

روبیو د بحرین د سفر پر مهال څرګنده کړې چې متحده ایالات غواړي د ایران په اړه د خبرو اترو او راتلونکو پرېکړو په بهیر کې د سیمې شریک هېوادونه هم خبر وساتي

نوموړي ټینګار کړی چې امریکا به د خلیج هېوادونو ته له ایران سره د مذاکراتو او احتمالي هوکړو ټول مهم جزییات شریکوي، څو د سیمې هېوادونه د پرېکړو له بهیر څخه لرې پاتې نه شي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د واشنګټن هدف یوازې د یوه سیاسي توافق رامنځته کول نه دي، بلکې د سیمې د ثبات، امنیت او د متحدینو د ګټو ساتنه هم د دې بهیر مهمه برخه ده

ټاکل شوې چې روبیو د پنجشنبې په ورځ په بحرین کې د خلیج همکاریو شورا په غونډه کې ګډون وکړي او له سیمه‌ییزو چارواکو سره د امنیتي او سیاسي موضوعاتو په اړه خبرې وکړي

سیاسي شنونکي وایي چې د امریکا دغه دریځ د دې ښکارندوی دی چې واشنګټن غواړي د ایران په اړه هر ډول راتلونکی تفاهم د خلیج متحدینو د اندېښنو په پام کې نیولو سره مخته یوسي، په داسې حال کې چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم له ګڼو ننګونو سره مخ دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto