news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ارواښاد انجنیر قطب‌الدین هلال د فاتحې مراسم په کابل کې د پراخ ګډون سره ترسره شول

د ارواښاد انجنیر قطب‌الدین هلال د فاتحې مراسم په کابل کې د پراخ ګډون سره ترسره شول

د ارواښاد انجنیر قطب‌الدین هلال د فاتحې مراسم د جهادي مشرانو، علماوو او سلګونو خلکو په ګډون ترسره شول

بریانیوز- سه‌شنبه، ٩ سرطان ١٤٠٥

 د افغانستان د اسلامي ګوند د سیاسي کمېټې پخواني مشر او د هېواد نومیالي جهادي، سیاسي شخصیت او د سولې ملاتړي، ارواښاد انجنیر قطب‌الدین هلال د فاتحې مراسم د ۱۴۰۵ کال د سرطان په ۹مه، د سې‌شنبې په ورځ، د کابل ښار د شیرشاه سوري په جومات کې د اسلامي ګوند د مشرانو او د مرحوم د کورنۍ له لوري ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د اسلامي ګوند د رهبرۍ او اجرائیه پلاوي غړو، د مرکزي شورا استازو، جهادي قوماندانانو، مجاهدینو، علماوو، ملي شخصیتونو، مشرانو، ځوانانو، د ګوند غړو او سلګونو هېوادوالو ګډون کړی و او د ارواښاد له کورنۍ سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه.

ګډونوالو د قرآن کریم په تلاوت او دعاوو سره د مرحوم د بښنې، د درجې د لوړوالي او د هغه د روح د آرامۍ دعا وکړه او د هغه کورنۍ ته یې د جمیل صبر او ستر اجر غوښتنه وکړه.

د فاتحې مراسم د ماسپښین له لمانځه وروسته پیل شول او تر مازیګر پورې یې دوام وکړ.

په پیل کی د اسلامي ګوند د دارالانشا رئیس، سارنوال عبدالستار خواصي، په خپلو خبرو کې د ارواښاد انجنیر قطب‌الدین هلال مړینه د اسلامي ګوند رهبر، د ګوند غړو، د مرحوم کورنۍ، دوستانو او پلویانو ته تسلیت وویله او د هغه د اوږدو کلونو جهادي، سیاسي او ټولنیزو خدمتونو او مبارزو ستاینه یې وکړه.

نوموړي د افغانستان د اسلامي ګوند د تاریخي رول یادونه وکړه او ویې ویل چې د شوروي اتحاد او وروسته د ناټو ځواکونو د حضور پر مهال د دغه ګوند مجاهدینو سترې قربانۍ ورکړې دي. هغه د انجنیر ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې د اسلامي ګوند غړیتوب د ویاړ وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې اسلامي ګوند د هغو ټولو مجاهدینو ګډ کور دی چې د اسلامي ارزښتونو، خپلواکۍ او د هېواد د آزادۍ لپاره یې مبارزه کړې ده.

خواصي همدارنګه د اسلامي امارت له مسؤلینو، په ځانګړي ډول د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني، څخه د جنازې او فاتحې د مراسمو په تنظیم او همغږۍ کې د همکاریو له امله مننه وکړه.

د مراسمو په پای کې د ارواښاد انجنیر قطب‌الدین هلال د کورنۍ غړي حاجي هاشم حنیف د اسلامي امارت له مسؤلینو، په ځانګړي ډول د جنازې د انتقال، د جنازې د لمانځه، د ښخولو او د فاتحې د مراسمو د امنیت او همغږۍ په برخه کې د همکارۍ له امله مننه وکړه. هغه همدارنګه له ټولو علماوو، جهادي مشرانو، دوستانو، د اسلامي ګوند غړو او نورو ګډونوالو څخه د هغوی د حضور او خواخوږۍ له امله منندویي څرګنده کړه.

مراسم د ارواښاد انجنیر قطب‌الدین هلال د بښنې، د هغه د کورنۍ لپاره د صبر او زغم، او د افغانستان د عزت، امنیت، ملي یووالي، ثبات او تلپاتې سولې لپاره په دعا سره پای ته ورسېدل.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto