د ناروې د کډوالو شورا: افغانستان د هېر شویو بشري کړکېچونو په نوملړ کې شامل شوی
بریانیوز- چهارشنبه، ۱۰ سرطان ١٤٠٥
اوسلو – د ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې، سره له دې چې په نړۍ کې د بشري مرستو اړتیاوې زیاتې شوې، د مرستندویه بودجې کچه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې او میلیونونه کسان له جدي ګواښ سره مخ دي
د شورا د تازه راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه تر اوسه د نړۍ د ۲۵۲ میلیونه اړمنو کسانو له ډلې یوازې د ۱۴۳ میلیونه کسانو لپاره د اړتیا وړ بودجې ۳۰ سلنه ترلاسه شوې ده
د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي، یان اېګلنډ، ۲۰۲۶ کال د بحران ځپلو هېوادونو لپاره «برخلیک ټاکونکی کال» بللی او خبرداری یې ورکړی چې د بشري مرستو دوامدار کمښت ښايي د پراخې انساني مرګژوبلې لامل شي
هغه ټینګار کړی چې بشري مرستې باید د سیاسي ملاحظو پر ځای د خلکو د اړتیاوو له مخې ووېشل شي او له هغو هېوادونو یې غوښتي چې مالي وړتیا لري، د بشري بحرانونو پر وړاندې خپل مسوولیت لا زیات کړي
په راپور کې راغلي چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د ناروې د کډوالو شورا د «هېر شویو بشري کړکېچونو» په نوملړ کې شامل شوی او د هېواد د بشري مرستو د پروګرامونو تمویل شاوخوا ۱۱ سلنې ته راټیټ شوی دی
د شورا په وینا، دا په داسې حال کې ده چې له ۲۱.۹ میلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو افغانانو بېرته ستنېدو د مرستو اړتیا نوره هم زیاته کړې ده
د ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی، که بیړنۍ بشري مرستې زیاتې نه شي، نو په افغانستان او نورو بحران ځپلو هېوادونو کې به میلیونونه کورنۍ له لوږې، بېسرپناهۍ او لا سختو بشري ستونزو سره مخ شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?