تاشکند – اوزبېکستان او قطر د افغانستان د اقتصادي بیارغونې او سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا وغږېدل
تاشکند – اوزبېکستان او قطر د افغانستان د اقتصادي بیارغونې او سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا وغږېدل
بریانیوز- چهارشنبه، ۱۰ سرطان ١٤٠٥
تاشکند – د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي، عصمتالله ارګاشیف، په تاشکند کې د قطر له سفیر، حسن حمزه هاشم، سره د لیدنې پر مهال د افغانستان د اقتصادي بیارغونې او د سیمهییزو همکاریو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورټ، لوژستیک، فرهنګي او بشري همکاریو د پراخولو پر لارو چارو بحث شوی، څو د افغانستان د اوږدمهاله ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره عملي زمینه برابره شي
د قطر سفیر د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي ودې په برخه کې د اوزبېکستان د دوامدار ملاتړ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې تاشکند د سیمهییز ثبات، اقتصادي نښلونې او رغنده ډیپلوماسۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي
دواړو لورو همدارنګه هوکړه کړې چې د افغانستان په تړاو به خپلې منظمې سلا مشورې او ګډې هڅې دوامدارې وساتي، څو د سولې، اقتصادي پرمختګ او سیمه ییزې همکارۍ بهیر نور هم پیاوړی شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1698
-
اخبار افغانستان
821
-
مقاله
507
-
سیاست
159
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl