د اسلامي امارت دفاع وزارت: په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د داعش پر مرکزونو هوايي بریدونه شوي
د اسلامي امارت دفاع وزارت: په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د داعش پر مرکزونو هوايي بریدونه شوي
بریانیوز- چهارشنبه، ۱۰ سرطان ١٤٠٥
کابل – د اسلامي امارت د دفاع وزارت تایید کړې چې د هېواد هوايي ځواکونو د پاکستان د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د داعش پر هغو مرکزونو هوايي بریدونه کړي چې د وزارت په وینا، له افغانستان سره د ورانکارو فعالیتونو د طرحه کولو او پر ملکي وګړو د بریدونو لپاره ترې کار اخیستل کېده
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، یاد عملیات په لوړ دقت ترسره شوي او د داعش اړوند مرکزونو ته یې درانه مالي او بشري زیانونه اړولي دي
د دفاع وزارت ټینګار کړی چې د دغو بریدونو پر مهال ملکي وګړو ته هېڅ ډول مرګژوبله نه ده اوښتې او عملیات یوازې هغه هدفونه په نښه کړي چې د داعش له فعالیتونو سره تړاو لري
وزارت همداراز خبرداری ورکړی چې هر هغه ځای به هدف وګرځوي چې د افغانستان د امنیت د ګډوډولو، ورانکارو فعالیتونو او وسلهوالو ډلو د ملاتړ لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1698
-
اخبار افغانستان
821
-
مقاله
507
-
سیاست
159
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl