news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ډاکټر ته د دوکتور په قلم؛ د اشرف غني څرګندونو ته مستند ځواب

ډاکټر ته د دوکتور په قلم؛ د اشرف غني څرګندونو ته مستند ځواب

‏‏ډاکټر اشرف غني ته د دوکتور لطف‌الله خیرخواه پرانیستی لیک؛ د هغه د وروستیو څرګندونو په اړه

بریانیوز- چهارشنبه ١٠ سرطان ١٤٠٥

ښاغلی معزول او منعزل ډاکټر صاحب!

ستاسې عالمانه او د زړه سوي ډکه(!) ليکنه مو ولوسته.

درې نکتې يې ډېرې مهمې وې، لومړۍ دا چې:

د کوم امنيت دعوه چې کېدله، هغه امنيت څه شو؟ ښاغلی مفکر صاحب تا ته خو به د امنيت ډولونه بهتر معلوم وي(!)، دعوه د کوم امنيت شوې او خراب شوی کوم امنيت دی؟ 

تا نه که څوک پوښتنه وکړي، چې د ايران امنيت خراب دی؟ ستا ځواب به څه وي؟ د سعودي، کويټ او اماراتو امنيت خراب دی؟ ستا ځواب به څه وي؟ ځکه چې پر ايران اسراييلو او امريکا بريدونه کول، پر عربي هېوادونو ايران کول. 

ستا خپله دوره يادېږي؟ ستا دوره کې د افغانستان په کونج کونج کې له باګرامه ۲۵۰۰۰ پينځه ويشت زره بريدونه شوي دي؟ اوس د هر بريد اوسط شهيدان معلوم کړه او بيا يې ضرب کړه چې څو شول؟ ټپيان، بې کوره او افلاس يې پرې د پاسه. 

ستا دوره کې پاکستان پر کنړ تر ۲۰۰۰ ډېر توغنديز بريدونه کړي، چې يوازې په ۲۰۱۷ کې يې ۵۰۰ توغندي راتوغولي وو. ستا دوره کې ۲۵۰۰ افغانان له خپلو سيمو هجرت کولو ته اړ شول..

موږ به څه پوه شو چې ته امنيت څه ته وايې؟ موږ به څه پوه شو چې ستا چارچاپېر ملګري تا ته د کوم وقاحت جرئت درکوي؟؟!! ځکه چې دغه وخت کې تا امريکا سره هم امنيتي تړون لاسليک کړی و.

دوهمه خبره دا چې:

افغانستان دې بې طرفي اعلان کړي. بيا پوښتنه دا ده چې ته بې طرفي څه ته وايې؟ تا چې امريکا سره د ۹ دايمي او سلګونو غير دايمي پوځي اډو لاسليک وکړ، همغه بې طرفي وه؟ تا چې د امريکايانو پر حضور ټينګار کاوه او ستونی دې وشکاوه چې تاسې د واشنګټن جګړه کوئ، مصارف به کم کړئ، خو امريکا دې نه وځي، همدا بې طرفي وه؟

ټرمپ چې باګرام ته راغی، ته يې ور وغوښتې او د امريکايي عسکرو منځ کې يې ودرولې، هغه وينا دې ياده ده؟؟ تا په څه ټينګار کاوه؟؟

ته د انزوا بحث په کومو سترګو کوې؟ ته مطرح وې؟ ستا نظام مطرح و؟؟ ته چې امريکا ته ۹ دايمي اډې ورکوې، په خپله لس کلنه دوره کې د ۲۵۰۰۰ هوايي بريدونو اجازه ورکوې، پاکستان ته د ۲۰۰۰ توغنديو د ويشتلو اجازه ورکوې، ته د کوم ډول مطرح کېدو دعوی کوې؟ په تجارت مطرح وې؟ که په صادراتو؟ که په کومو ښو تعليمي، تحصيلي، اداري، ...سيستمونو؟؟ که په دا چې د نړۍ په قضاياو کې د افغانستان رول ډېر ژور او موثر و؟ دا د کشمير او فلسطين قضيې تا حل کړې؟ پاکستان چې اوس پر افغانستان کوم تور لګوي، دا ستا د دورې سوغات دی او دا قضيه له هغه وخته پيل ده، دا اوسنۍ نه ده قربان. ستا مطرح کېدل زموږ ياد دي چې کله به د فساد لېستونه اعلانېدل، افغانستان به په کې اول نمره و. 

ستا مطرح کېده زموږ ياد دي، چې ډاکټر عبد الله سره به دې په ټول افغانستان کې په نيم ميليون رايو شخړه وه، بيا به جان کيري راغی، غوږ کې به يې درته وويل چې رايې مايې پرېږدئ، نيمه ستا او نيمه د عبد الله، ساړه غوږونه به خپلو خپلو دفترونو ته لاړئ.

افغانستان د نړۍ د دوه قطبي کېدو راهيسې بې طرفي اعلان کړې. مګر د دې بې طرفۍ معنا څه ده؟ معنا هغه هېواد چې هېڅ ايډيالوژيک او تمدني وجود او اغېز يې نه شته. ته د افغانستان هوښيار دښمن يې، په داسې ژبه غږېږې چې غرب ته تښتېدلی نادانه مخلوق درته ښه په جوش چکچکې وهي. اصلا پوښتنه دا ده چې په اوسني سياسي سياق کې د بې طرفۍ موضوع څنګه در ياده شوه؟ که ته دا ويل غواړې چې افغانستان اوس د روسيې طرف ته نږدې ښکاري او امريکا سره په واټن کې دی، نو ستا د غرب چکچکماران دې پوه وي چې دا د بلاکونو، ايډيالوژيو او د نړۍ د تمدني حوزو اتحادي صورت نه دی. دا تفصيلي بحث دی، همدومره اشاره درته بس ده، ټاميان دې نور خپله پوهوه. موږ پر دې کيسو غولولی نه شې. افغانستان ته د خپل مستقل ايډيالوژيک او تمدني وجود خبره کولی شې، خو نه يې کوې، ته او ستا په څېر پر مسلمانانو حاکمو ډلو مسلمانان په دغو بې ځايه اصطلاحاتو کارولو او غولونو مسلمانان د دوه پيسو کړل. د خدای پار دی چې سرېلانکا د خپل تمدن د استازولۍ دعوه کوي، مګر د غرونو جوړ غرونه هېوادونه مو داسې ځای ته ټېل وهل، چې يوازې قيامت کې را ويښېدلی شې.    

درېيمه خبره دا ده چې:

ته ښاغلی د ملي اجماع لپاره رول اداء کولو ته تيار يې، مګر تا به چا ويلي وي چې ته په ملي اجماع کې رول لوبولی شې؟ هغه درته وويل او تا ومنل؟ لږ دې ګرېوان سر ښکته کړه، خدای او رسول خو هسې هم نه منې. ډاکټر عبد الله سره دې ملي اجماع يادېږي؟ عطاء نور سره دې ملي اجماع يادېږي؟ د پارلمان غړو سره دې ملي اجماع يادېږي؟؟

د دوحې مذاکراتو ټيم کې دې ملي اجماع يادېږي؟ د تېښتې وخت کې دې ملي اجماع يادېږي؟؟ ته د کومې ملي اجماع خبره کوې؟؟ که نه، ته هم د هغه شاعر غوندې وايې چې:

ابۍ کوهي غورځېدلې ده نور خير خيريت دی

پښه يې چور لټه ماته شوې ده نور خير خيريت دی

دا وطن بې څښتنه نه دی..څه رقم چې‏دا وطن بې څښتنه نه دی.. څه رقم چې ستا ضد او انکار سر وخوړ، دغسې به ستا د «پير بهايانو» ضد او انکار سر خوري، ان شاءالله. پر خوله دې لاس کېږده.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto