سوداګرۍ: د ایران او افغانستان د سوداګرۍ نوی فصل؛ ګډ سوداګریز پلاوی کابل ته ورسېد
بریانیوز- پنجشنبه ١۱ سرطان ١٤٠٥
د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې لوړپوړی پلاوی د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه کابل ته رسېدلی دی. تمه کېږي چې د دغه سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې، سوداګرۍ او صنعتي همکاریو د پراخولو لپاره مهمې لیدنې او بحثونه ترسره شي
په کابل کې د ایران سفارت ویلي، ټاکل شوې د ګډې سوداګرۍ خونې پلاوی د افغانستان د صنعت او کانونو د اوونۍ په پنځم نندارتون کې ګډون وکړي. دغه نندارتون د کورنیو او بهرنیو سوداګرو، پانګوالو او صنعتي شرکتونو لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي، څو خپلې تولیدي وړتیاوې، صنعتي لاسته راوړنې او د پانګونې فرصتونه شریک کړي
د سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور استازي په بېلابېلو تخصصي غونډو کې ګډون وکړي او د سوداګرو ترمنځ به مخامخ سوداګریزې ناستې هم ترسره شي. دغو غونډو ته د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ګډو پانګونو د جذب او د شته خنډونو د ارزونې لپاره مهمه زمینه برابره شوې ده
اقتصادي شنونکي باور لري، د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو کچه لوړه کړي، د ترانزیټي همکاریو نوې لارې پرانیزي او د صنعت، کانونو، کرنې او تولیدي برخو لپاره د پانګونې مناسب فرصتونه رامنځته کړي
دواړه هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې نږدې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري، او د وروستیو کلونو په ترڅ کې د سرحدي سوداګرۍ، ترانزیټ او خصوصي سکټور د همکارۍ د پراختیا لپاره بېلابېلې هڅې شوې دي. د کابل دا وروستی سفر هم د همدغو هڅو دوام ګڼل کېږي او تمه ده چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکو ته به نوی حرکت او لا زیات پیاوړتیا ورکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?