news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پکتیا کې د سوېل ختیځ زون د والیانو ګډه غونډه؛ د امنیت، پراختیا او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو

پکتیا کې د سوېل ختیځ زون د والیانو ګډه غونډه؛ د امنیت، پراختیا او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو

پکتیا کې د سوېل ختیځ زون د والیانو ګډه غونډه؛ د امنیت، پراختیا او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو

بریانیوز- پنجشنبه ١۱ سرطان ١٤٠٥

ګردېز – د پکتیا ولایت په کوربتوب د سوېل ختیځ زون د پنځو ولایتونو؛ پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني او لوګر د والیانو د همغږۍ ګډه غونډه ترسره شوه، چې پکې د سیمې د امنیتي، اداري، اقتصادي او ټولنیزو چارو د ښه والي په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې

د پکتیا ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د امنیتي وضعیت د ارزونې، د اداري چارو د لا اغېزمنتیا، د عامه خدمتونو د ښه کېدو، اقتصادي پراختیا، د ولسونو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو د بشپړ پلي کېدو پر څرنګوالي بحث او د نظرونو تبادله وشوه

د غونډې ګډونوالو د ولایتونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د ګډو امنیتي تدابیرو پر پراخولو، د پراختیایي او بنسټیزو پروژو پر چټک تطبیق، د پانګونې د جذب، د سوداګرۍ د ودې او د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره د لا ډېرو کاري فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ

د غونډې په پای کې د امنیت د لا ټینګښت، د پراختیایي پروژو د منظم پلي کېدو، د بې‌وزلو او اړمنو د ملاتړ، د سوالګرو د راټولولو او قانوني تنظیم، د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي او د ولسونو د ستونزو د پر وخت هواري په اړه یو شمېر مهمې پرېکړې وشوې

د چارواکو په وینا، د دا ډول ګډو غونډو موخه د سوېل ختیځ زون د ولایتونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د ګډو ستونزو لپاره د عملي حللارو موندل او د سیمې د امنیت، ثبات او دوامدارې پراختیا لپاره د ګډ کار پراخول دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto