تهران: د علي خامنه یي د جنازې مراسمو ته چمتووالی نیسي؛ د سترو مراسمو لپاره پراخ ترتیبات روان دي
تهران: د علي خامنه یي د جنازې مراسمو ته چمتووالی نیسي؛ د سترو مراسمو لپاره پراخ ترتیبات روان دي
بریانیوز- پنجشنبه ١۱ سرطان ١٤٠٥
د ایران پلازمېنه تهران د ایران د پخواني رهبر، علي خامنهیي، د جنازې د مراسمو د ترسره کېدو لپاره د پراخو چمتووالي شاهد ده. ایراني رسنیو د هغو ترتیباتو انځورونه خپاره کړي چې ښيي، اړوند ادارې د مراسمو د منظم او خوندي ترسره کېدو لپاره وروستي چمتووالي کوي
د ایران تسنیم خبري آژانس له خوا خپاره شوي انځورونه څرګندوي چې د تهران د ستر جومات په انګړ کې باروړونکي موټر، جرثقیلونه او تخنیکي وسایل په کار بوخت دي او د جنازې د مراسمو لپاره یو لوی سټېج هم جوړېږي. ټاکل شوې د دغو مراسمو یوه مهمه برخه په همدې ځای کې ترسره شي
د راپورونو له مخې، امنیتي او خدماتي بنسټونه هم د زرګونو ګډونوالو د هرکلي لپاره ځانګړي تدابیر نیسي، څو مراسم په منظم ډول ترسره شي او د ګډونوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي
تمه کېږي چې د ایران له بېلابېلو ولایتونو څخه ګڼ شمېر خلک، دیني عالمان، حکومتي چارواکي او بهرني مېلمانه په دغو مراسمو کې ګډون وکړي. همداراز، د مراسمو د پوښښ لپاره کورني او نړیوال رسنۍ هم خپل چمتووالی نیسي
سیاسي شنونکي باور لري، د دغو مراسمو پراخ ګډون به نه یوازې د ایران د کورنیو چارو لپاره مهم وي، بلکې د سیمې او نړۍ د ډېری هېوادونو پام به هم ځانته راواړوي، ځکه د ایران د رهبرۍ بدلون او ورپسې سیاسي پرمختګونه د منځني ختیځ پر امنیتي او سیاسي وضعیت ژور اغېز لرلای شي
تهران داسې مهال د دغو مراسمو کوربه کېږي چې سیمه د ګڼو سیاسي او امنیتي تحولاتو له پړاو څخه تېرېږي، او نړیواله ټولنه د ایران د راتلونکو پرېکړو او د هېواد د سیاسي مسیر څرنګوالي ته په تمه ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?