پزشکیان: د نوي رهبر له اجازې پرته له امریکا سره هېڅ مذاکره نه ترسره کېده
بریانیوز- پنجشنبه ١۱ سرطان ١٤٠٥
د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ویلي، د ایران د اسلامي جمهوریت نوي مشر د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو له بهیر سره مخالفت نه درلود، او که یې مخالفت کړی وای، د دواړو هېوادونو ترمنځ به هېڅ ډول لیدنې او خبرې نه وای ترسره شوې
پزشکیان دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړې چې په ایران کې د امریکا سره د روانو مذاکراتو او احتمالي تفاهملیک په تړاو کورني بحثونه او نیوکې زیاتې شوې دي. د نوموړي په وینا، د ایران ټولې مهمې او ستراتیژیکې پرېکړې د هېواد د رهبرۍ له نظر او اجازې پرته نه عملي کېږي
د ایران ولسمشر ټینګار وکړ چې د امریکا سره د خبرو دوام د هېواد د رهبرۍ له عمومي سیاست سره په ټکر کې نه دی، بلکې دا بهیر د ملي ګټو، اقتصادي اړتیاوو او د سیمهییز ثبات د خوندي کولو لپاره پر مخ وړل کېږي
سیاسي شنونکي باور لري، د پزشکیان دا څرګندونې د هغو انتقادونو د کمولو هڅه ده چې د ایران دننه د محافظهکارو او سختدریځو سیاسي کړیو له لوري د امریکا سره د خبرو اترو پر وړاندې مطرح کېږي. د دوی په اند، نوموړی هڅه کوي وښيي چې د مذاکراتو بهیر د دولت شخصي پرېکړه نه، بلکې د هېواد د لوړې رهبرۍ په همغږۍ روان دی
په همدې حال کې د ایران او امریکا ترمنځ غیرمستقیم مذاکرات د سیمې او نړۍ د پام وړ موضوع ګرځېدلې ده. نړیواله ټولنه هیله لري چې دغه خبرې د اوږدمهاله تفاهم، د سیمهییزو کړکېچونو د کمېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره لاره هواره کړي، خو لا هم د ګڼو حساسو موضوعاتو پر سر اختلافونه پر خپل ځای پاتې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?