ازبکستان د افغانستان لپاره د «زرغون دهلیز» د جوړېدو ملاتړ وکړ؛ د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا نوې هڅې
ازبکستان د افغانستان لپاره د «زرغون دهلیز» د جوړېدو ملاتړ وکړ؛ د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا نوې هڅې
بریانیوز- پنجشنبه ١۱ سرطان ١٤٠٥
د ازبکستان د سرخاندریا ولایت والي ویلي، افغان سوداګر غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته نړیوالو هوايي کرښو له لارې یو ځانګړی «زرغون دهلیز» رامنځته شي، څو د سوداګریزو توکو لېږد، صادرات او واردات په چټک، خوندي او اسانه ډول ترسره شي
د سرخاندریا والي، اولګبیک قاسموف، ویلي چې ازبکستان له افغانستان سره د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي او په دې لړ کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټي دهلیزونو شمېر ۱۲ ته لوړ کړی دی
نوموړي ټینګار وکړ چې د زرغون دهلیز رامنځته کېدل به د کرنیزو محصولاتو، تازه مېوو، سبزیجاتو او نورو ژر خرابېدونکو توکو د چټک لېږد زمینه برابره کړي، چې ورسره به افغان سوداګر وکولای شي خپل محصولات په لنډ وخت کې نړیوالو بازارونو ته ورسوي
اقتصادي شنونکي باور لري، د ترانزیټي دهلیزونو پراختیا او د زرغون دهلیز جوړېدل به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم لوړ کړي، د صادراتو لپاره به نوې لارې پرانیزي او د سیمې د اقتصادي اتصال بهیر به لا پیاوړی کړي. د دوی په وینا، دا ډول پروژې کولی شي افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ په یوه مهم ترانزیټي مرکز بدل کړي
ازبکستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ، ترانزیټ، انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې همکاري مخ په زیاتېدو ده، او دواړه لوري هڅه کوي د ګډو اقتصادي پروژو له لارې سیمهییز اتصال او سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?