کندهار کې د پخوانیو پوځیانو پر وړاندې د طالبانو د څار او کورنیو تالاشیو لړۍ چټکه شوې
په کندهار ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولینو یو ځل بیا د پخوانیو پوځیانو او حکومتي چارواکو پر وړاندې د کور په کور تالاشیو، د ټېلیفوني حاضرۍ او دوامدارې څارنې لړۍ ګړندۍ کړې ده.
بریانیوز- جمعه، ١٢ سرطان ١٤٠٥
د سرچینو په وینا، طالبانو د نورو محدودیتونو ترڅنګ پر پخوانیو امنیتي ځواکونو د سفر، پاسپورت او پېژندپاڼو د ترلاسه کولو په برخه کې هم محدودیتونه وضع کړي دي.
سرچینې وایي، که څه هم طالبانو تر دې وړاندې د پخوانیو پوځیانو د ثبت او راجسټر بهیر ترسره کړی و، خو اوس یې یو ځل بیا د هغوی د څار او ارزونې نوی کمپاین پیل کړی دی. د معلوماتو له مخې، طالبان اندېښنه لري چې په کندهار کې پاتې پخواني پوځیان ښايي له نورو وسلهوالو ډلو یا استخباراتي شبکو سره اړیکې ټینګې کړي.
پخواني پوځیان ادعا کوي چې د عمومي بښنې له اعلان سره سره، لا هم د دوامدارې څارنې، بېځایه پوښتنو او رواني فشارونو سره مخ دي. د دوی په خبره، طالبان په غیرمنظم ډول د ټېلیفون له لارې ورسره اړیکه نیسي او د دوی د اوسني موقعیت په اړه پوښتنې کوي.
یو پخواني سرتېري، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې د نوم له ښودلو ډډه کړې، ویلي: «تېره اونۍ زما د ټېلیفون چارج خلاص شوی و او څو ساعته بند و. وروسته طالبان زموږ کور ته راغلل او راته یې وویل چې ټېلیفون باید تل فعال وي، که نه ستونزې به رامنځته شي. موږ له پنځو کلونو راهیسې بېکاره یو، خو بیا هم پر موږ شک کېږي.»
د پخوانیو ځواکونو د ادعا له مخې، طالبان د وروستیو امنیتي تحولاتو او له پاکستان سره د اړیکو د ترینګلتیا په تړاو هم له هغوی پوښتنې کوي. یو بل پخواني پولیس ویلي، طالبانو ترې د پخوانیو همکارانو او احتمالي اړیکو په اړه پوښتنې کړې، خو هغه هر ډول اړیکې رد کړې دي.
د دغو سرتېرو په وینا، د پوښتنو پر مهال ځینې استخباراتي کسان له سپکاوي ډکې خبرې کوي او داسې پوښتنې مطرح کوي چې د هغوی د انساني کرامت خلاف دي.
پخواني پوځیان باور لري چې د طالبانو د مشر لهخوا د عمومي بښنې اعلان په عملي ډول نه دی پلي شوی او د شپې لهخوا د کورونو تالاشۍ، دوامداره څارنه او استخباراتي احضارونه د دې څرګندونه کوي چې لا هم دوی د شک په سترګه کتل کېږي.
دوی وایي، د تېرو پنځو کلونو پر مهال نه یوازې له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي، بلکې د دوامدارې څارنې او فشارونو له امله له رواني ستونزو او دایمي وېرې سره هم لاس او ګرېوان دي.
پخوانیو پوځیانو له نړیوالو بشري حقونو سازمانونو او څارونکو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې د دوی د وضعیت ارزونه وکړي او د بېځایه ځورونې، کورنیو تالاشیو او دوامدارې څارنې د درولو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?