سنټکام : د امریکا او ایران کړکېچ تازه پړاو ته داخل شو؛ واشنګټن نوي بریدونه پیل کړل
بریانیوز پنجشنبه- ١۸ سرطان ١٤٠٥
متحده ایالتونو د هرمز تنګي کې پر درېیو نفتي ټانکرونو د بریدونو له پېښې وروسته د ایران پر ضد د پوځي بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده. دا بریدونه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ ورځ تر بلې ژورېږي
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، د دغو عملیاتو موخه پر ایران د «درنو لګښتونو» تپل او په سیمه کې د امریکا او متحدانو د امنیت ساتل دي. سنټکام ټینګار کړی چې د خپلو ګټو او سمندري لارو د خوندي کولو لپاره به اړین اقدامات دوام ولري
په ورته وخت کې، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د سیریک، قشم او بندرعباس په سیمو کې چاودنې شوې او ځینې بندري تاسیسات په نښه شوي دي. د راپورونو له مخې، له بریدونو وروسته په یادو سیمو کې بېړني او امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او د زیانونو د ارزونې چارې روانې دي
تر اوسه ایراني چارواکو د بریدونو د تلفاتو او زیانونو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي، خو د وروستیو پوځي پرمختګونو له امله په سیمه کې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو اندېښنې پراخې شوې دي
د یادونې وړ ده چې هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او هر ډول پوځي کړکېچ په دې سیمه کې د نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ پر لېږد هم اغېز کولای شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1701
-
اخبار افغانستان
837
-
مقاله
541
-
سیاست
180
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl