د واخان دهلېز؛ ایا افغانستان به د چین له بازارونو سره ونښلول شي؟
بریانیوز شنبه - ۲۰ سرطان ١٤٠٥
کابل – له کلونو راهیسې د افغانستان او چین ترمنځ د مستقیمې ځمکنۍ اړیکې د رامنځته کېدو هڅې روانې دي، او د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ دهلېز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریز اتصال یوازینۍ مستقیمه لاره ګڼل کېږي
طالبانو د واخان سړک د جوړولو چارې په دوو پړاوونو کې پیل کړې دي. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د روان هجري لمریز کال د غبرګولي په ۲۶مه اعلان کړی و چې د واخان د سړک د جوړولو ۷۵ سلنه چارې بشپړې شوې او تمه ده چې دا پروژه په نږدې راتلونکي کې بشپړه شي
خو د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند پخوانی وزیر وایي، یوازې د سړک جوړېدل د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراخېدو لپاره بسنه نه کوي. د هغه په وینا، د واخان په دهلېز کې د نړیوالو معیارونو له مخې د لویې لارې، اوسپنې پټلۍ او نورو بنسټیزو زیربناوو جوړول میلیاردونو ډالرو پانګونې ته اړتیا لري
شنونکي هم باور لري چې د واخان دهلېز کولی شي افغانستان د سیمې له مهمو اقتصادي دهلېزونو سره ونښلوي، خو ټینګار کوي چې د دې سترې پروژې عملي کېدل به د امنیت، پراخې پانګونې او د سیمهییزو همکاریو له پیاوړتیا پرته ممکن نه وي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1702
-
اخبار افغانستان
843
-
مقاله
551
-
سیاست
188
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl