news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر : له افغانستان سره د لارو تړل د پاکستان دوه‌ګونی سیاست څرګندوي

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر : له افغانستان سره د لارو تړل د پاکستان دوه‌ګونی سیاست څرګندوي

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر : له افغانستان سره د لارو تړل د پاکستان دوه‌ګونی سیاست څرګندوي

بریانیوز - جمعه ٢۶ سرطان ١٤٠٥

پېښور – د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان ویلي، له افغانستان سره د سرحدي لارو دوامداره تړل د پاکستان د حکومت «دوه‌ګونی سیاست» په ډاګه کوي

د هغه په وینا، اسلام‌اباد له یوې خوا د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا، اقتصادي همکاریو او منځګړیتوب خبرې کوي، خو له بلې خوا یې له افغانستان سره مهمې سوداګریزې او ترانزیټي لارې تړلې ساتلې دي

شفیع جان دا څرګندونې په یوې خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل، د سرحدي لارو تړل تر ټولو زیات زیان د خیبر پښتونخوا اقتصاد، سوداګرو، پانګه‌والو، ترانسپورټي شرکتونو او ورځني مزدورکارانو ته اړولی دی. هغه زیاته کړه چې د سوداګرۍ په ټپه درېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي راکړه ورکړه هم اغېزمنه شوې ده

د نوموړي په وینا، افغانستان او پاکستان ژورې اقتصادي او تاریخي اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ محدودول د سیمې پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کوي

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر ټینګار وکړ چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ شته اختلافات باید د خبرو اترو، متقابل تفاهم او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي، ځکه د سرحدي لارو تړل نه یوازې ستونزې زیاتوي، بلکې د دواړو هېوادونو د خلکو او سوداګرو ګټې هم زیانمنوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto