news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ذبیح‌الله مجاهد: داعش په افغانستان کې له منځه تللې؛ د اندېښنې اړتیا نشته

ذبیح‌الله مجاهد: داعش په افغانستان کې له منځه تللې؛ د اندېښنې اړتیا نشته

ذبیح‌الله مجاهد: داعش په افغانستان کې له منځه تللې؛ د اندېښنې اړتیا نشته

بریانیوز - جمعه ٢۶ سرطان ١٤٠٥

کابل – د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، داعش ډله په افغانستان کې په بشپړه توګه ځپل شوې او نور په هېواد کې هېڅ فزیکي حضور نه لري

مجاهد طلوع‌نیوز ته ویلي، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه پر ټول افغانستان بشپړ کنټرول لري او د هېواد امنیت یې خوندي کړی دی. د هغه په وینا، ګاونډي او د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ونه لري

هغه زیاته کړه چې هېڅ وسله‌واله ډله نه شي کولای د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد ګواښ رامنځته کړي او اسلامي امارت د هر ډول امنیتي ګواښ د مخنیوي توان لري

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وو، مسکو په افغانستان کې د داعش د حضور او احتمالي پراختیا په اړه اندېښنه لري او د سیمې امنیت ته یې یو جدي ګواښ ګڼي

تر دې وړاندې هم اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی چې داعش یې سخت ځپلې او د دغې ډلې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره یې پراخ امنیتي عملیات ترسره کړي دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto