news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د امریکا د جګړې وزیر: د افغانستان او عراق تجربې زرګونه قربانیان واخیستل

د امریکا د جګړې وزیر: د افغانستان او عراق تجربې زرګونه قربانیان واخیستل

د امریکا د جګړې وزیر: د افغانستان او عراق تجربې زرګونه قربانیان واخیستل

بریانیوز- پنجشنبه، ۱- اسـد ١٤٠٥

واشنګټن – د امریکا د جګړې وزیر د سنا د بودجې د تخصیص کمېټې په غونډه کې ویلي، په افغانستان او عراق کې د امریکايي نمونې پر بنسټ د نوې ټولنې د جوړولو هڅو زرګونه انسانان قرباني کړل او درانه مالي او بشري لګښتونه یې درلودل

نوموړي ویلي، د دغو جګړو تجربې وښودله چې د پوځي ځواک له لارې د نورو هېوادونو د سیاسي او ټولنیز جوړښت بدلول اسانه نه دي او تل له لوړو لګښتونو او اوږدمهالو پایلو سره مل وي

هغه ټینګار وکړ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پیل څخه ژمنه کړې وه چې امریکا به بیا د افغانستان او عراق په څېر اوږدمهالو جګړو ته نه داخله کوي. د ده په وینا، ټرمپ تر اوسه پر همدې ژمنه ولاړ پاتې شوی او د ایران په روان کړکېچ کې یې هم د یوه نوي سیاسي نظام یا ټولنې د جوړولو هڅه نه ده کړې

د جګړې وزیر زیاته کړه، د امریکا اوسنی تمرکز د خپلو امنیتي ګټو ساتنه ده، نه دا چې په نورو هېوادونو کې د حکومتونو یا ټولنیزو جوړښتونو د بدلولو لپاره اوږدمهاله پوځي ماموریتونه ترسره کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto