news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

آلمان: جرمني د افغانستان د نورو وګړو د ایستلو لپاره لاره هواروي

آلمان: جرمني د افغانستان د نورو وګړو د ایستلو لپاره لاره هواروي

آلمان: جرمني د افغانستان د نورو وګړو د ایستلو لپاره لاره هواروي

بریانیوز- پنجشنبه، ۱- اسـد ١٤٠٥

 د جرمني د هسن ایالت د کورنیو چارو وزارت ویلي، فدرالي حکومت داسې زمینه برابره کړې چې له مخې به یې د افغانستان د نورو وګړو د ایستلو بهیر پراخ شي او دا بهیر به یوازې پر مجرمینو او هغو کسانو محدود نه وي چې امنیتي ګواښ بلل کېږي

د هسن د کورنیو چارو وزیر رومان پوزک ویلي، د مجرمینو ایستل لا هم د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، خو له دې وروسته هغه افغان وګړي هم چې د جرمني له خاورې د وتلو مکلف ګڼل کېږي، ښايي بېرته افغانستان ته ولېږدول شي

نوموړي ویلي، د ایستلو پرېکړې به د هر کس د قانوني وضعیت له ارزونې وروسته ترسره کېږي او هغه کسان به په پام کې ونیول شي چې د جرمني د پاتې کېدو قانوني اجازه نه لري

بل لور ته، د هسن د کډوالو شورا د دې پرېکړې مخالفت کړی او دا یې «بې‌مسؤلیته» اقدام بللی دی. دغه شورا ویلي، د افغان وګړو ایستل د بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي او باید د هر کس وضعیت په جلا ډول وارزول شي

د افغانستان د وګړو د بېرته ستنولو موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې د اروپا په یو شمېر هېوادونو کې د کډوالۍ، امنیت او بېرته ستنولو په اړه بحثونه زیات شوي دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto