کابل : اسلامي امارت د نورستان د سېلابونو له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه
بریانیوز- پنجشنبه، ۱- اسـد ١٤٠٥
اسلامي امارت د نورستان ولایت د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله د رامنځته شوې مرګژوبلې په تړاو د خواشینۍ پیغام خپور کړی او د قربانیانو له کورنیو سره یې ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده
دغه پیغام، چې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه خپور کړی، ښيي چې د وروستیو شمېرو له مخې په دې طبیعي پېښه کې ۲۴ کسان وژل شوي، چې د نورستان ښاروال او د یوه کندک قوماندان هم پکې شامل دي، او ۸۵ نور کسان ټپیان شوي دي
په پیغام کې ویل شوي، له پېښې وروسته اړوندو ادارو د ژغورنې او مرستو چارې پیل کړې او د زیانمنو کورنیو د لاسنیوي لپاره یې بیړني ګامونه پورته کړي دي
اسلامي امارت له سوداګرو، شتمنو کسانو او خیریه بنسټونو هم غوښتنه کړې چې د نورستان له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي او د هغوی د ستونزو په کمولو کې ونډه واخلي
نورستان د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله درنه مرګژوبله او پراخ مالي زیانونه لیدلي او د ژغورنې او مرستو چارې لا هم روانې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1720
-
اخبار افغانستان
868
-
مقاله
585
-
سیاست
218
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl