news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

په مزارشریف کې د شمال لوېدیځ زون د امنیتي همغږۍ اتمه ناسته ترسره شوه

په مزارشریف کې د شمال لوېدیځ زون د امنیتي همغږۍ اتمه ناسته ترسره شوه

په مزارشریف کې د شمال لوېدیځ زون د امنیتي همغږۍ اتمه ناسته ترسره شوه

بریانیوز - جمعه، ۲ اسد ١٤٠٥

مزارشریف – د بلخ ولایت په کوربتوب د شمال لوېدیځ زون د پنځو ولایتونو د واليانو، امنیه قومندانانو، د استخباراتو د مشرانو او نورو امنیتي مسئولانو د همغږۍ اتمه ناسته د بلخ والي محمد یوسف وفا په مشرۍ په مزارشریف ښار کې ترسره شوه

د بلخ ولایت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د سیمې د امنیتي وضعیت، د نشه‌یي توکو د مخنیوي، د ولایتونو ترمنځ د امنیتي ادارو د همغږۍ، د لویو لارو د خوندي ساتنې او د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو د عملي کېدو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې

همدارنګه د ګډونوالو له لوري د خپلو ولایتونو امنیتي راپورونه وړاندې شول او د شته ننګونو، لاسته راوړنو او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه نظرونه تبادله شول

د بلخ والي محمد یوسف وفا ویلي، د دغو ناستو اساسي موخه د امنیت ټینګښت، د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه، د ادارو ترمنځ د همغږۍ زیاتول او د ګډو ستونزو لپاره د اغېزمنو حل‌لارو موندل دي

نوموړي له ټولو امنیتي مسئولانو وغوښتل چې خپلې نیمګړتیاوې او اړتیاوې په ډاګه کړي، څو د ګډو هڅو او همغږۍ له لارې ورته مناسبې حل‌لارې وموندل شي او په ټوله سیمه کې امنیتي چارې لا پیاوړې شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto