news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کرېکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان کړ

کرېکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان کړ

کرېکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان کړ

بریانیوز - جمعه، ۲ اسد ١٤٠٥

د اعلان شوې لوبډلې مشري رحمت شاه کوي او رحمان‌الله ګربز د مرستیال لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی. په نوملړ کې ابراهیم ځدراڼ، صدیق‌الله اتل، حشمت‌الله شاهدي، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، اکرام علي‌خېل، ننګیال خروټی، راشد خان، الله محمد غضنفر، یمین احمدزی، سلیم صافي، فضل‌الحق فاروقي او ضیاالرحمن شریفي هم شامل دي

کرېکټ بورډ د احتیاطي لوبغاړو نوملړ هم خپور کړی چې قیس احمد، فرید ملک، بلال سمیع او بشیر احمد پکې ځای لري

ټاکل شوې ده د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لړۍ د اګست په پنځمه نېټه پیل شي. دویمه لوبه به د اګست په اوومه، درېیمه د اګست په لسمه، څلورمه د اګست په دولسمه او وروستۍ لوبه به د اګست په پنځلسمه ترسره شي

د کرېکټ بورډ په وینا، افغان ملي لوبډله به د دغې لوبلړۍ لپاره نن ایرلنډ ته سفر وکړي، څو له سیالیو وړاندې خپل تمرینونه او چمتووالی بشپړ کړي. دا لوبلړۍ د دواړو لوبډلو لپاره د راتلونکو نړیوالو سیالیو د چمتووالي مهمه برخه بلل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto