جرمونو نړیوالې محکمې : د جرمونو نړیوالې محکمې د غړو هېوادونو ټولنې د کریم خان د لرې کولو پرېکړه وکړه
جرمونو نړیوالې محکمې : د جرمونو نړیوالې محکمې د غړو هېوادونو ټولنې د کریم خان د لرې کولو پرېکړه وکړه
بریانیوز - شنبه، ۳ اسد ١٤٠٥
د جرمونو نړیوالې محکمې د غړو هېوادونو ټولنې د محکمې د څارنوال کریم خان د لرې کولو پرېکړې ته د رایو په اکثریت سره ملاتړ کړی دی. دغه پرېکړه د هغه پر وړاندې د جنسي ځورونې د تورونو له راپورته کېدو وروسته شوې ده
د کریم خان حقوقي ډلې دا پرېکړه سیاسي بللې او ویلي یې دي چې د هغه پر وړاندې لګېدلي تورونه بېاساسه دي او د باور وړ شواهد نه لري
تر دې وړاندې د سارا په نوم یوې ښځې ادعا کړې وه چې کریم خان څو ځله د هغې له خوښې پرته ناسم چلند ورسره کړی دی. خو کریم خان او د هغه وکیلانو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د دغو ادعاوو د ثابتولو لپاره کافي شواهد نه دي وړاندې شوي
د جرمونو نړیواله محکمه هغه مهال د امریکا او اسراییلو له سختو نیوکو او فشارونو سره مخ شوه چې کریم خان په ۲۰۲۴ کال کې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د پخواني دفاع وزیر یواف ګالانت د نیولو حکم صادر کړ
د کریم خان د لرې کولو پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د نړیوالې محکمې د خپلواکۍ، اعتبار او پرېکړو په اړه نړیوال بحثونه لا هم روان دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1724
-
اخبار افغانستان
870
-
مقاله
590
-
سیاست
220
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl