news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

جرمونو نړیوالې محکم : د جرمونو نړیواله محکمه د طالبانو پر وړاندې د جنسیتي ځورونې د ادعاوو نوې څېړنه پیلوي

جرمونو نړیوالې محکم : د جرمونو نړیواله محکمه د طالبانو پر وړاندې د جنسیتي ځورونې د ادعاوو نوې څېړنه پیلوي

جرمونو نړیوالې محکم : د جرمونو نړیواله محکمه د طالبانو پر وړاندې د جنسیتي ځورونې د ادعاوو نوې څېړنه پیلوي

 بریانیوز/ دوشنبه ( ۱۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د جرمونو نړیوالې محکمې قاضیانو له څارنوالانو غوښتي چې د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي ځورونې او تبعیضي چلند د ادعاوو په اړه جلا او ځانګړې څېړنې ترسره کړي

د محکمې د دې پرېکړې له مخې، نوې څېړنه به په ځانګړي ډول د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د طالبانو پر کړنو، د ښځو او نجونو پر وړاندې پر لګېدلو محدودیتونو او د جنسیت پر بنسټ د احتمالي ځورونې او تبعیض پر مواردو تمرکز وکړي

د دې اقدام غوښتنه تر هغه وروسته مطرح شوه چې شپږو هېوادونو له جرمونو نړیوالې محکمې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د چلند په اړه پراخې څېړنې وکړي

د بشري حقونو د فعالانو په وینا، د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز ژوند لګېدلي محدودیتونه باید د نړیوال قانون له مخې په جدي توګه وڅېړل شي

جرمونو نړیوالې محکمې تر دې وړاندې هم د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني پر وړاندې د نیولو حکمونه صادر کړي وو. دغه حکمونه د ښځو او نجونو پر وړاندې د ادعا شویو ځورونو او تبعیضي سیاستونو له قضیې سره تړاو لري

د محکمې وروستی اقدام په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ له پیله د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو په اړه نړیوالې اندېښنې دوام لري. د بشري حقونو سازمانونه وایي، د دغو محدودیتونو د قانوني پایلو ارزونه او د مسوولیت تثبیت د نړیوال عدالت لپاره مهم ګام دی

که نوې څېړنې رسمي قضايي پړاو ته داخلې شي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت به د نړیوالې قضايي څېړنې له مهمو موضوعاتو څخه وګرځي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto