news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پریټوریا : رامافوسا له ملالې او افغان ښځینه فعالانو سره وکتل؛ د جنسیتي اپارتاید پر وړاندې د ملاتړ غوښتنه

پریټوریا : رامافوسا له ملالې او افغان ښځینه فعالانو سره وکتل؛ د جنسیتي اپارتاید پر وړاندې د ملاتړ غوښتنه

پریټوریا : رامافوسا له ملالې او افغان ښځینه فعالانو سره وکتل؛ د جنسیتي اپارتاید پر وړاندې د ملاتړ غوښتنه

 بریانیوز/ دوشنبه ( ۱۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د سوېلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا د نجونو د زده‌کړو له فعالې ملالې یوسفزۍ او یو شمېر افغان ښځینه فعالانو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې افغان ښځینه فعالانو له سوېلي افریقا وغوښتل چې په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید پر وړاندې د دوی له مبارزې ملاتړ وکړي

په دغه کتنه کې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګېدلو محدودیتونو، د هغوی د حقونو د وضعیت او د جنسیت پر بنسټ د تبعیض د مخنیوي په اړه خبرې شوې دي

ملالې یوسفزۍ ویلي، افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پنځم کال ته نږدې کېږي او په دې موده کې ښځې او نجونې له سختو محدودیتونو سره مخ شوې دي

نوموړې ټینګار کړی چې د افغان ښځو د حقونو د خوندي کولو او په افغانستان کې د عدالت د تأمین لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ، په ځانګړي ډول د سوېلي افریقا همکاري، خورا مهمه ده

افغان ښځینه فعالانو هم له رامافوسا غوښتي چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د سوېلي افریقا دریځ لا پیاوړی کړي او د جنسیتي اپارتاید د نړیوال جرم په توګه د پېژندلو له هڅو ملاتړ وکړي

دوی ویلي، د افغانستان د ښځو وضعیت یوازې د افغانستان کورنۍ موضوع نه ده، بلکې د بشري حقونو له نړیوالو اصولو سره تړاو لري او د نړیوالې ټولنې جدي او دوامدار غبرګون ته اړتیا لري

د افغان ښځینه فعالانو په باور، د نړۍ د هېوادونو سیاسي او حقوقي فشار کولی شي د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د پای ته رسېدو او د هغوی د اساسي حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره زمینه برابره کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto