news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کابل : د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: پنځه کلنه واکمني د ازادیو د محدودېدو دوره وه

کابل : د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: پنځه کلنه واکمني د ازادیو د محدودېدو دوره وه

کابل : د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: پنځه کلنه واکمني د ازادیو د محدودېدو دوره وه

 بریانیوز/ دوشنبه ( ۱۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل  د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د جمهوري نظام د سقوط د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د طالبانو پنځه کلنه واکمني د ازادیو د محدودېدو او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو دوره بللې ده

دغه شبکې ویلي، د جمهوري نظام له سقوط څخه پنځه کاله تېرېدل یوازې د یوه سیاسي نظام د پای ته رسېدو معنا نه لري، بلکې د دوی په باور، په دې موده کې میلیونونه افغانان له خپلو بنسټیزو حقونو، سیاسي مشارکت او مدني ازادیو څخه بې‌برخې شوي دي

په اعلامیه کې ویل شوي چې په تېرو پنځو کلونو کې په ځانګړي ډول ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي او د زده‌کړې، کار، سیاسي مشارکت او ټولنیز فعالیت په برخو کې یې فرصتونه محدود شوي دي

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د افغانانو د حقونو او مشروع غوښتنو په اړه چوپ پاتې نه شي

دغې شبکې ټینګار کړی چې د افغانانو د حقونو د خوندي کېدو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د داسې افغانستان د جوړېدو غوښتنه به کوي چې پکې د ټولو وګړو حقونه، ازادۍ او سیاسي مشارکت خوندي وي

د اعلامیې له مخې، د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوه عادلانه او ټولشموله سیاسي نظام رامنځته کېدل د هېواد د ثبات او د اوږدمهاله سولې لپاره مهم شرط دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto