news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

چین / تایوان : د «ډولفن» ځواکمن سمندري توفان؛ چین او تایوان ته د سختو بارانونو او سیلابونو خبرداری

چین / تایوان : د «ډولفن» ځواکمن سمندري توفان؛ چین او تایوان ته د سختو بارانونو او سیلابونو خبرداری

چین / تایوان : د «ډولفن» ځواکمن سمندري توفان؛ چین او تایوان ته د سختو بارانونو او سیلابونو خبرداری

 بریانیوز/ دوشنبه ( ۱۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

چین – تایوان – د «ډولفن» په نوم ځواکمن سمندري توفان د چین، تایوان او د سیمې نورو برخو پر لور روان دی، چې د هواپوهانو په وینا د بادونو چټکتیا یې شاوخوا ۲۱۶ کیلومترو په ساعت رسېږي

د راپورونو له مخې، دغه توفان د جاپان ځینې ساحلي سیمې هم اغېزمنې کړې او تمه کېږي چې د حرکت په دوام سره یې اغېز د سیمې پر نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول هند، هم وغځېږي

خو د توفان تر ټولو جدي اندېښنه د چین او تایوان لپاره ده. د هوا پېژندنې ادارو د شدیدو بارانونو خبرداری ورکړی او اټکل کېږي چې په ځینو سیمو کې تر ۶۰۰ ملي مترو پورې ورښت وشي

د سختو بارانونو او احتمالي سېلابونو د مخنیوي لپاره په چین کې له وړاندې یو شمېر بیړني اقدامات شوي دي. د راپورونو له مخې، په شیچیان او فوچیان ولایتونو کې شاوخوا ۱،۴۰۰ الوتنې لغوه شوې او نږدې ۱۶۰ لویې لارې تړل شوې دي

همداراز په ځینو سیمو کې ښوونځي او بندرونه تړل شوي او په سمندر کې پر بېړیو او نورو فعالیتونو محدودیتونه لګېدلي دي

چارواکي له خلکو غواړي چې د توفان له مسیر څخه ځانونه لرې وساتي، د ساحلي سیمو پر لور له غیرضروري تګ راتګ ډډه وکړي او د بیړنیو ادارو لارښوونې په پام کې ونیسي

د «ډولفن» توفان له امله د سختو بادونو، درنو بارانونو، سیلابونو او ځمکښوېدنو د رامنځته کېدو وېره شته، چې کولی شي د سیمې په ګڼو برخو کې د خلکو ورځنی ژوند او ترانسپورتي چارې له جدي ستونزو سره مخ کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto