امریکا: د ټرمپ د دویمې دورې پر مهال د ۱۷۵ زره بهرنیو وګړو ویزې لغوه شوې
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۲۲ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې له پیل راهیسې د امنیتي او د کډوالۍ د قوانینو له مخې د شاوخوا ۱۷۵ زره بهرنیو وګړو امریکايي ویزې لغوه شوې دي
نوموړي ویلي، د امریکا ویزه لرل یو امتیاز دی، نه د هر کس قانوني حق؛ له همدې امله حکومت کولای شي د هېواد د امنیت او نافذه قوانینو پر بنسټ د ویزو په اړه پرېکړه وکړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د ویزو د لغوه کولو بهیر د هغو کسانو پر وړاندې ترسره کېږي چې د امریکا د امنیتي، کډوالۍ او نورو اړوندو قوانینو له معیارونو سره برابر نه وي
د ټرمپ ادارې له پیل راهیسې د کډوالۍ او ویزو په برخه کې د محدودیتونو د زیاتولو لپاره یو شمېر اقدامات کړي دي. د امریکا حکومت وايي، د دغو اقداماتو موخه د هېواد امنیت پیاوړی کول او د کډوالۍ د قوانینو اغېزمن تطبیق دی
د ویزو د پراخو لغوه کېدو موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ټرمپ ادارې د بهرنیو وګړو د امریکا ته د سفر او د کډوالۍ د بهیر د لا سخت کنټرول لپاره خپلې پالیسۍ پراخې کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1758
-
اخبار افغانستان
909
-
مقاله
645
-
سیاست
264
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl